آلمان-په يوه ترافيکي پېښه کي سخته مرگ ژوبله
۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبهتر اور اخیستو وروسته سرویس موټر په بشپړه توگه سوځیدلی دی. د پولیسو د اټکلونو له مخې د سرویس موټر ډیر سپارلي چې سنونه یې زیات ول ښايي په دې نه وي توانیدلي چې له موټره راووځي.
پیښه د بایرن ایالت په مونشبېرگ سیمه کې پر « اې ۹» لویه لار رامنځ ته شوې ده. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې۳۰ تنه ټپیان دي چې پکښې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. د عدلي طب څیړونکو د سرویس پلټل پیل کړي دي. د لوی څارنوالۍ استازي هم د پیښې سیمې ته رسیدلي دي.
د آلمان د ان ټي وي، خبري چېنل پر دغه لویه لار د سوځیدلي موټر انځورونه ښوولي دي. د پیښې ځای ته څرخي الوتکې، امبولانسونه، د اور وژنې عمله او د ژغورنې ۲۰۰ تنه رسیدلي دي.
د پولیسو یوه ویاند ویلي دي: «موږ واقعبینانه چلن کوو، خو د ورځې په پای کې به حتما د ډیرو کسانو له مړیني څخه خواشیني یوو.»
د پولیسو دغه ویاند زیاته کړې ده چې یوازي د هیلي يو بڅرکی شته چې د سرویس لادرکه سپارلي دي تر موټر دباندې د پیښې په سیمه کې وموندل شي.
دغه سرویس موټر د دوشنبې په سهار پر لویه لار باندي وو چې د گڼه گوڼي پر مهال له مخکني موټر سره وجنگید او اور یې واخیست. د پولیسو په وینا په موټر کې ۴۶ سپارلي او دوه موټروانان ول. زیاته شوې ده چې زیاتره مسافر زاړه کسان دي چې د زاکسن سیمي اوسېدونکي دي.
پولیسو د پیښې د قربانیانو د خپلوانو له پاره یوه مرکزي تلیفوني شمیره ټاکلې ده. دغه شمیره 0800/7766350 ده او عیني شاهدان هم کولی شي چې په دغه شماره باندې تماس ونیسي.