آلمان په دوه گوني تابعيت باندې بنديز ولگاوه
۱۳۸۵ دی ۲۲, جمعهاعلان
دغه پرېکړه ډېرو ترکانو پورې صدق کوي چې له 1998 م کال څخه وروسته يې د آلمان تابعيت لاس ته راوړی و. په يو مشخص کيس کې په فرانکفورت کې مېشت يوه ترکي آلماني پاسپورت تر لاسه کړی و او ترکي تابعيت يې په دې توگه بايللی و. بيا يې د ترکي تابعيت د بيا تر لاسه کولو په موخه عريضه ورکړه او ترکي تابعيت يې هم بېرته تر لاسه کړ. نوموړي سړي په دې توگه د قانون له يوې خاليگاه څخه گټه پورته کړه. د قانون د بدلېدو په پايله کې اوس يو آلمانی په هر صورت خپل تابعيت د لاسه ورکوي کله چې دی د يو بل هېواد د تابعيت د تر لاسه کولو په موخه عريضه ورکړي.
نوموړي ترکي په دې توگه خپل آلماني تابعيت د لاسه ورکړ.
نوموړي ترکي په دې توگه خپل آلماني تابعيت د لاسه ورکړ.