آلمان په افغانستان کي خپل نوی ماموريت تصويب کړ
۱۳۹۳ آذر ۱۴, جمعه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، د جمعې په ورځ وویل چې آلمان غواړي په راتلونکې کې هم افغان امنیتی ځواکونه وروزي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته رسیږي او نوي روزنیز ماموریت یې پیلیږي.
تر۲۰۱۴م کال وروسته به د آلمان په گډون د ناټو غړي هیوادونه د افغان ځواکونو روزني او مشورو ورکولو ته دوام ورکړي. دغه مارمویت چې «بشپر ملاتړ» نومیږي د جمعې په ورځ د آلمان پارلمان یا «بوندستاگ» له خوا تصویب شو.
یوازې د آلمان کیڼ اړخو په دې ماموریت کې د خپل پوځ گډون رد کړ خو د پارلمان نورو لویو گونډونو بیا هغه ته مثبته رایه ورکړه.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته د وینا پر مهال وویل: «هر کال ۱۵۰ میلیونه یورو په پام کې نیول شوې دي.» د هغه په خبره له دغو پیسو څخه ۸۰ میلیونه د افغان پوځ او ۷۰ میلیونه به یې افغان پولیسو ته ورکړل شي.
ایا له تیرو تجربو درس اخیستل شوی؟
د جمعې د ورځې په پارلماني بحث کې د آلمان د مسیحي دیموکراتانو له اتحاد څخه فلیپ میسفیلدر، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل له عراق څخه د امرکايي ځواکونو له وتلو سره پرتله کړل او گواښ یې وکړ چې د عراق روان کړکیچ ښيي چې په بیړي سره د عسکرو را ايستل څومره خطرناکه عواقب لرلای شي.
هغه وویل: «د دې له پاره چې افغانستان پر خپلو پښو باندي ودریږي باید ملاتړ یې وشي.» هغه په دې سره د شتاین مایر، د هغې خبري ملاتړ هم وکړ چې ویل یې «دوامداره سوله یوازي د خپلمنځي مصالحي له لاري ترلاسه کیدای شي».
د ناټو نوی ماموریت به د ۲۰۱۵م کال په جنوري میاشت کې پیل شي چې پکې به ۸۵۰ آلماني سرتیري هم گډون وکړي. د دغو ځواکونو ډیره برخه به د افغانستان په شمال کې میشت وي.
شټاین مایر وویل چې ۲۰۱۵م کال به د افغانستان له پاره یو نوی فصل پرانیزي: «د کابل حکومت به بشپړ امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي. په افغانستان کې د آلماني پوځ راتلونکی ماموریت جنگي نه دی، بلکي د ملاتړ کولو یوه هڅه ده.» هغه په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به آلماني سرتیري د ترهگرۍ او مخدره موادو پر ضد جگړه کې ښکیل نه وي.
دیارلس کلن ماموریت
په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت په ۲۰۰۱م کال کې پر امریکا متحدو ایالاتو باندې د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر بریدونو وروسته پیل شو. په تیرو دیارلسو کلونو کې ناټو تړون د افغان ځواکونو په روزنه او له ترهگرۍ سره په جگړه بوخت وو.
د ناټو په نوي ماموریت کې به شاوخوا ۱۲۰۰۰ عسکر ښکیل وي چې ډیره برخه به یې امریکایان وي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په برلین کې د آلمان له صدراعظمې انگلا میرکل، او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره گوري.