آلمان، پرتگال ته ماتې ورکړه
۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبهد دغه سیالیو د اتلولیو له پاره د المان او پرتگال تر منځ لوبه په اوکراین کې تر سره شوه. د آلمان لوبډله په ۷۲مه دقیقه کې پر دې وتوانیده چې د پرتگال لوبډلې ته یو گول ورکړي. د پرتگال لوبډلې هیڅ گول و نه کړای شو. د آلمان د لوبډلې له خوا دغه گول ماریو گومیڅ تر سره کړ.
د آلمان او پرتگال تر منځ لوبې ته شاوخوا ۳۰ زره د فوټبال مینه وال ورغلي وو. اوس د نمرو په جدول کې آلمان ۳ نمرې لري. هغسې چې تمه کیده د آلمان لوبډلې ډیره په زړه پورې لوبه و نه کړه. دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د فوټبال د اتلولیو د لوبو د غواروي په پړاو کې آلمان پر دې توانیدلی وو چې خپلې لس واړه لوبې سره وگټي.
د ډنمارک او هالند تر منځ لوبه
د ډنمارک او هالند تر منځ د شنبې د ورځې لوبه هم په اوکراین کې تر سره شوه. اوکراین د فوټبال د اتلولیو د سیالیو بل کوربه هیواد دئ. ډنمارک د هالند لوبډلې ته د یو گول په ورکولو سره له ماتې سره مخامخ کړه.
د ډنمارک د لوبډلې له خوا یوازینی گول مایکل کروهن تر سره کړ. دغه گول د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې تر سره شو. د جمعې په ورځ په پولند هیواد کې دوه لوبې تر سره شوې وې، چې د پولند او یونان تر منځ لوبه د یو، یو گول په تر سره کولو سره مساوي پاتې شوه او روسیې د چک جمهوریت ته د یو په مقابل کې څلور گولونه ورکړي وو.
نن «یکشنبه د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې لسمه نیټه» به د هسپانیې او ایټالیې او د ایرلند د جمهوریت او کروشیا تر منځ لوبې تر سره شي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم