آلمان: يو افغان مهاجر د بې رحمه وژني په تور محاکمه کيږي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبهد آلمان يوې محکمې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹ نيټه) د يوه ۸۵ کلن متقاعد سړي د مرۍ پرېکولو له وجې د يوه شل کلن افغان پناه غوښتونکي محاکمه پېل کړې ده. دا سړی تير کال د آلمان په ويتنبورگ ښارگوټي کې وژل شوی وو.
د قضیې جزيات:
- پر پناه غوښتونکي تور دی چې د دغه سړی مرۍ یې په داسې حال کې چې هغه بيده وو، پرې کړې ده.
- دغه افغان پناه غوښتونکي د دې ۸۵ کلن سړی د مرسته کوونکي په توگه کار کاوه.
- د متقاعد لور چې د مهاجرو د ادغام مرکز کار کوونکې ده، د قضیې مهمه شاهده ده. هغې له تورن کس سره د دندې په موندلو کې مرسته کړې وه.
- څارنوالانو سياسي او مذهبي انگیزه رد کړې ده.
ورته قضیې
د ۲۰۱۵م کال په دويمه نيمايي کې آلمان ته له راغليو کابو يو ميليون کسانو څخه د ځينو جدي جرمونه په محاکمه کې بررسي شوي دي.
تير کال په کيمنڅ ښار کې هغه مهال مظاهرې را وپاريدلې چې په خټه يو کيوبايي آلمانی احتمالاً د يوه مهاجر له خوا ووژل شو. همدا راز د آلمان په جنوب لويديځ ښار کاندل کې، د يوه افغان مهاجر له خوا د يوې پنځلس کلنې آلمانۍ وژنه هم د مهاجرو پر ضد مظاهرو سبب شوه چې څو مياشتې یې دوام وکړ.
تمه کيږي چې دا روانه محاکمه به اووه ورځې دوام وکړي او پريکړه به یې په می میاشت کې وشي.
B.S/N.Z (AFP,dpa)
زموږ له آرشيف څخه: