آلمان ولې په نړۍ کې ښه نوم لري؟
۱۳۹۲ خرداد ۵, یکشنبه
آلمانيان سپينې د تېنيس جرابې له چپلکو سره اغوندي، هغوی چې حتی د شپې په سړک پورې وځي، نو سرې اشارې ته ودريږي او يوازې هغه وخت خاندي، چې کوم بل څوک کومه سهوه وکړي. د دغه راز له وخت مخکې قضاوتونو لړۍ نوره هم اوږدېدای شي. خو د دغو وړو او ناڅيزو قضاوتونو تر څنګ آلمان د يورو پولي واحد د کړکېچ راهيسې له پخوانو سياسي اندېښنو سره هم مخامخ شوی دی: ځينو بهرنيو ورځپاڼو، مثلا په يونان کې د آلمان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل د هيټلر له برېت سره يا د پروس له پوځي خولې سره ښودلې ده او له دې لارې يې د مېرکل د سپما د سياست په وړاندې خپله نارضايتي ښکاره کړې ده.
خو د بي بي سي له يوې نظرپوښتنې او څېړنې څخه څرګنديږي چې د آلمان نوم په نړۍ کې ډېر ښه دی. له ۲۶۰۰۰ انسانانو څخه په ۲۵ هېوادونو کې وپوښتل شول چې د ۱۶ بېلابېلو هېوادونو او اروپايي ټولنې په هکله د دوی نظر څه دی. پايله دا وه چې ۲۹ په سلو کې پوښتل شوي کسان د آلمان اغېزمنتيا «په ټوله کې مثبته» بولي. په دې ترتيب آلمان په دغه تحقيق کې مخکښه هېواد دی چې ورپسې کاناډا او لويه بريتانيا راځي. تر ټولو خرابې پايلې ايران او پاکستان وړې دي چې په ښه سترګه ورته نه کتل کيږي.
د يورو د بحران په منځ کې ثبات
خو آلمان ولې داسې ښه پايله په لاس راوړه؟ د لاملونو په اړه يوازې اټکلونه موجود دي. دغه خبره د «ګلوب سکېن» مشر، سام ماونت فورد، له دويچه ويله سره په مرکه کې وکړه. د نظرپوښتنو دغه انستيتوت له بي بي سره په ګډه دغه څېړنه تر سره کړې ده:
«هغه هېوادونه چې ښې پايلې يې وړې دي، پيسې لري، باثباته او دموکراتيک دي. دا هر څه په آلمان پورې صدق کوي. په تېرو کلونو کې مو له خلکو وپوښتل چې کومو هېوادونو ته يې ولې څومره نمرې ورکړې دي. په دې ترڅ کې د آلمان اقتصاد ډېر مهم وو. اکثرو خلکو راته دا جواب راکاوه کله چې مو د نمرو د وېش په هکله ورڅخه پوښتنه کوله.»
آلمان په تېره بيا په اروپا کې ډېر ښه نوم لري. ۸۱ سلنه فرانسويانو او ۷۸ سلنه بريتانويانو آلمان ته مثبته رايه ورکړې ده. يوازې له کړکېچ سره مخامخ هېواد يونان خرابې نمرې ورکړې دي. په هند او پاکستان کې هم د آلمان نوم هومره ډېر ښه نه ياديږي. له بريتانيې څخه د ښو نمرو ورکړه د حيرانتيا خبره ده ځکه چې آلمان له دوهم نړيوال جنګ وروسته په بريتانيا کې چندانې ښه نوم نه درلود. د بي بي سي د نظرپوښتنې پرته هم بدلون محسوسيږي. د «سن» په نوم ورځپاڼې د کال په پيل کې لس دليله خپاره کړل چې ولې سړی آلمان خوښ کړي او مينه ورسره ولري.
د مودلونو، کلاوديا شيفر او هايدي کلوم تر څنګ ورځپاڼې آلماني موټر لکه آودي، فاو وې او مېرسېدس ياد کړل او ورسره يې د اکتوبر مېله او بوريس بېکر هم وستايل چې د ويمبلدن د تېنيس سيالي يې څو وارې ګټلې ده. خو ماونت فورد چې څېړنه يې تر سره کړې ده، په تېره بيا اقتصادي دلايل يادوي:
«ډېر احتمال لري چې هغوی د يورو زون خوا ته ګوري او ويني چې آلمان د يورو زون ته ثبات وربخښي. په تېره بيا د جنوبي اروپا په پرتله هغوی هر څه ټينګ او ثابت ساتي. دا خبره د بريتانيې په ګټه هم ده.»
بلې خوا ته يورګن بلوک، چې د آلمان د ښارونو لپاره اعلانات کوي، وايي چې د آلمان مخکښه مقام د خلکو پر احساساتو او ولولو پورې هم اړه لري:
«زه په دې نظر يم چې د آلمان محبوبيت دې پورې هم تعلق لري چې موږ لويې مېلې، لکه د ايکسپو ۲۰۰۰ نندارتون، د ۲۰۰۶ کال د فوټبال نړيواله اتلولي، او د ښځو د فوټبال اتلولي په ۲۰۱۱ کال کې تر سره کړې او له دې لارې زموږ په اړه مثبت انځور رامنځ ته شوی دی. خو ځينې رواني عوامل هم مهم دي. له دویم نړيوال جنګ وروسته آلمان ښه نوم نه درلود. اوس ورته ټول خلک لېواله دي او ويني چې دغه تصوير د بدلېدو په حال کې دی.»