آلمان نور افغان مهاجر اخراجوي
۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبهد آلمان خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله لیکلي دي چې له آلمان څخه د رد شوو افغانانو یوه بله ډله افغانستان ته استول کیږي. د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه کارکوونکي د دوشنبې په ورځ یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ډله به د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیږي.
له آلمان څخه د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ د۲۰۱۶م کال په دسمبر کې پېل شوه او تر اوسه په ۲۹ پروازونو کې ۷۵۶ نارینه افغانستان ته اخراج شوي دي. خو افغانستان ته د اخراج موضوع شخړه ایزه ده، ځکه چې د طالبانو او داعش پر ضد جګړه لا هم ادامه لري.
په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه یوه نوي ریکارډ ته رسیدلې ده.
په جولای او سپتمبر میاشتو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د ۱۲۰۰ کسانو مړینه او تر ۳۱۰۰ زیاتو کسانو ټپي کیدل ثبت کړي دي.
له ۲۰۰۹م کال راهیسې چې ملګرو ملتونو په سیستماتیک ډول د ملکي تلفاتو په ثبتیدو پېل کړی، دا په یوه ربع کې تر ټولو لوړ شمیر دی.
له آلمان څخه هغه افغان مهاجر بيرته اخراجيږي يا اخراج شوي چي د پناه غوښتني دوسيې يې رد شوي وي، دغه هيواد ته خطر وي او يا د اړوندو ادارو سره د اسنادو په تکميلولو کي مرسته نه کوي.
زموږ له آرشیف څخه: