آلمان ميونستر ـ د موټري بريد لاملونه لا نه دي څرګند
۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبهچارواکي اټکل کوي چي د نارد راين ويستفالن ايالت په ميونستر ښار کي تر سره سوي دغي پيښي له ۳ قربانيانو څخه يو يې پخپله د پيښي عامل کس دی او په خپله يې ځان په دغه ترانسپورتي موټر کي په ډز وژلی دی. په پيښه کي وژل سوي کسان يوه مېرمنه او يو سړی دی.
د شنبې په ماښام (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۷مه نېټه) يو کوچنی لارۍ موټر د خلکو په حجوم وروځغلول سو. دغه انسانان د ميونستر ښار په زړه برخه کي د يو مېلمستون مخي ته ولاړ ول. هغوی تر مخه په دغه ميلمستون کي ډوډۍ خوړلې وه.
تحقيقات «پر ټولو لورو»
د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت د کورنيو چارو وزير هېربرت رويل چي د مسيحي ديموکرات ګوند غړی دی، د پيښي په تړاو يې ژورنالستانو ته معلومات ورکړي دي. هغه ويلي چي د لومړيو معلوماتو له مخي د دغي پيښي عامل آلمانی دی. هغه وويل: «دمګړی هيڅ شی پر دې دلالت نه کوي چي دغه پېښه دي يو اسلامستي تناظر ولري.»
د رويل په وينا دا لا نده څرګنده چي د پيښي لاملونه څه ول. د هغه په وينا په دې تړاو «پر ټولو لورو» تحقيقات ادامه لري. هغه زياته کړه: «که موږ ته کره معلومات په لاس راسي او اوازې او افواوي نه وي نو په سمدلاسه توګه به يې شريک کړو.»
دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چي د پيښي عامل کس يوازي دا عمل پلان کړی او عملي کړی او که يې مرسته د ځان سره درلودله. پوليسو د داسو ناتائيد سوو آوازو په هکله ويلي دي چي ګواکي پر دغه کوچني ترانسپورتي موټر کي تر يو څخه زيات کسان سپاره ول چي وروسته ورڅخه کښته سوي او يو پاته سوی. خو د پوليسو په وينا دغه معلومات لا نه دي تائيد سوي.
د چارواکو په وينا د پيښي په تړاو پلټنې ادامه لري. د دې څخه تر مخه بعضو رسنيو د چارواکو له وينا ليکلي ول چي اټکل کوي د بريد عامل کس رواني تکليف لرونکی وي.