آلمان: موټر چلوونکي په تښتول شوي لارۍ ۱۷ تنه ټپیان کړي
۱۳۹۸ مهر ۱۶, سهشنبهد آلماني پولیسو په وینا یو کس چې یوه تښتول شوې لارۍ یې چلوله په لېمبورګ ښار کې یې هغه له څو نورو موټرو سره ټکر کړې چې په پایله کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي. پولیسو، موټروان چې پخپله هم ټپي شوی دی، نیولی دی.
د پولیسو له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د هغو معلوماتو له مخې چې موږ تر لاسه کړي، او همداراز د یو شمیر عیني شاهدانو په وینا دغه کس د سیمي په وخت د ماښام په پنځو بجو او شلو دقیقو د لارۍ کنترول ترلاسه کړ.»
د پولیسو په وینا دغه لارۍ موټر له نورو اتو موټرو سره چې د اورګاډو عمومي تمځای ته څیرمه یوې ترافیکي اشارې ته ولاړ وو، ټکر شوې ده. زیاته شوې ده چې ځینې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې په ډله کې یې د یوه وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د پیښې تر شا د یوې انګیزې د شتون امکان نه دی رد شوی
د هیسن ایالت د اړونده سیمې پولیسو ویاند ویلي دي چې چارواکي اوس د پیښې تر شا د ټولو انګیزو د موندلو په لټه کې دي. هغه په عین حال کې زیاته کړې ده: «موږ اوس مهال پوره معلومات نه لرو چې [د دې پیښې] تر شا څه وو.»
کله چې له پولیسو څخه وپوښتل شو چې ایا هغوی د دې پیښې تر شا د ترهګرۍ انګیزه ویني، نو پولیسو وویل چې اوس هغوی هیڅ هم نه ردوي. دا په داسې حال کې ده چې محلي پولیسو د ټویټر له لارې له خلکو غوښتي دي چې د پيښې د انګیزې په هکله دې پخپل سر اوازي نه خپروي.
پولیسو دا خبره هم تائید کړې ده چې دا د پولیسو له پاره یوه عادي چاره ده چې په دغسې یوه پیښه کې چې څو کسه پکښې ټپیان شوي وي، موټروان ونیسي. د پيښې په هکله څیړنې پیل شوي دي.
پولیسو په دغه سیمه کې چې د اوسیدونکو شمیر یې ۳۵۰۰۰ تنو ته رسیږي نور افسران او یوه څرخي الوتکه ځای پر ځای کړي دي.
د ۲۰۱۶م په دسمبر میاشت کې یوه تښتول شوې لارۍ په برلین کې د کرسمس پر یوه بازار باندې ورځغلول شوې وه. د افراطي اسلامپالي له خوا په دغه تر سره شوي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او تر ۷۰ زیات نور بیا ټپیان ول.
sr/ms (AFP/dpa)