آلمان مهاجرين باسي
۱۳۸۵ تیر ۱۳, سهشنبهد بشر د حقوقونړيواله ټولنه ) امنسټي انټرنېشنل ( او آلمانۍ ټولنه ) پرو ازول (، يعنې د پناه غوښتنې پلويان، د آلمان پرحکومت نيوکې کوي اووايي، داسې ښکاري چې د آلمان حکومت ته پناه غوښتونکي په ډيريدونکې توگه نه غوښتل شوي ياغير مطلوب وگړي دي.
د آلمان حکومت، د بېلگې په توگه، د واده شويو وگړوله په بهرنيوهيوادونوکې مېشته د ژوند ملگروڅخه غواړي چې، بايدآلمان ته ترراتلومخکې آلماني ژبه زده کړي اولدې سره سم معرفت ثابت کړي. د ) امنسټي انټرنېشنل ( د مهاجرينو د څانگې مسؤله يوليا » دوخروف « وايي: » دا هسې بې معنی شی دی. د يوه چيچينيايي پناه غوښتونکي بې وزله ښځه، څنگه په وران ) گروزني ( کې آلماني ژبه زده کړي. سربيره پردې: دغه وړانديز د اروپا د قانون پرخلاف دی. «
حکومت: له آلمان نه ورک شئ!
) امنسټي انټرنېشنل ( او ) پرو ازول (، د آلمان د مهاجرينواوپناه غوښتونکو د دفتر پرهغه چلند سختې نيوکې کوي، د کوم له مخې چې د افغانستان، عراق او کوسوفو د لږه کيو يااقليتونوله غړوڅخه، د پناه غوښتونکو حقوقي حالت اخيستل کيږي، که څه هم چې هغوۍ خپلوهيوادونوته لېږل کېدلای نشي. د) پرو ازول ( د حقوقي برخې مسؤل برن » ميزوويچ « پدې هکله وايي: » پدې توگه دغه وگړي خپل ټولنيزامنيتونه، لکه خپل کار، له لاسه ورکوي. او د آلمان حکومت د دغه ډول د ادغام کېدوخلاف سياست له لارې، د هغوۍ غوږونوته رسوي چې: له آلمان نه ورک شئ ـ که څه هم چې مونږپه اوسني حالت کې تاسي ستاسو هيوادونوته نشو ليږلای. «