«آلمان مصر ته يوازي مشوره ورکولای سي»
۱۳۹۲ مرداد ۱۱, جمعهگيدو ويستر ويله د لوېديځ هيواد لومړی د بهرنيو چارو وزير دی چي د ولسمشر مرسي تر پرځول کېدو وروسته قاهرې ته سفر کوي. هغه چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د جولای ۳۱) په قاهره کي د مصر د بهرنيو چارو له وزير نبيل فهمي سره وليدل. ويستر ويله له فهمي سره تر خبرو وروسته د مصر په لانجه کي پر ښکيلو ټولو اړخونو ږغ وکړ چي يو له بل سره خبري اتري وکړي. هغه وويل «موږ مصر ته يوازي مشورې ورکولای سو.»
ويستر ويله د جولای مياشتي پر ۳ نېټه، کله چي ولسمشر مرسي د پوځ له خوا را وپرځول سو ويلي ول: «دا په مصر کي د ديموکراسۍ له پاره يو تکان دی. له همدې کبله اوس دا ډېره مهمه ده چي و قانوني نظم ته ژر تر ژره لاره وموندله سي. موږ پر ټولو اړخونو ږغ کوو چي له تاوتريخوالي او استبداد څخه دي صرف نظر وکړي. موږ به په دقت سره د مصر وضعه څارو او خپلي سياسي پرېکړي به پر همدغه بنسټ کوو.»
خو آلماني وزير قاهرې ته د خپل سفر پر وخت نه د مرسي د آزادېدو پخوانۍ غوښتنه تکرار کړې ده او نه يې هم په مصر کي د «پوځي کودتا» په څېر اصطلاحات کارولي دي. نوموړي په دپلوماتيکه توگه ويلي چي په مصر کي «اوسنۍ وضعه د يوې مهمي تاريخي پروسې پېل دی.»
د دې ترمخه چي ويسترويله قاهرې ته سفر وکړي هغه د راپرځول سوي ولسمشر محمد مرسي د آزادولو غوښتنه کړې وه. دا په داسي حال کي چي هغه وخت د امريکا متحده ايالتونو لا دغه غوښتنه نه وه کړې. په آلمان کي د پوهي او سياست د بنسټ کارپوه شټېفان رول وايي چي آلمان بايد پر خپل دغه دريځ ټينگ پاته سي:
«د آلمان دغه غوښتنه ډېره مهمه وه. په کار دا ده چي په دغه موضوع کي بايد د پخوانيو ملگرو او ليبرالو ډلو تنقيدونه د دې باعث نه سي چي له خپل دغه سياست څخه څوک پر شا سي.»
څوک څرنگه کولای سي چي د قاهرې پر وړاندي داسي لهجه خپله کړي چي نه اوسني واکمنان او نه هم د راپرځول سوي مرسي پلويان خوابدي سي؟ دا هغه معادله ده چي ويستر ويله په خپل سفر سره ورته د جواب ورکولو هڅه کړې ده. دا په داسي حال کي چي برلين په مصر کي د محمد مرسي د ولسمشرۍ پر وخت له قاهرې سره پر رښتنینولۍ باندي ولاړه همکاري درلوده. د بهرنيو چارو له پاره د آلماني انستيتيوت کارپو کرستيان اخراينر په دې تړاو آلمان له يوه مشکل سره مخامخ بولي، هغه وايي:
«تر عربي پسرلي وروسته لوېديځ تابيا کړې وه چي نور به له پوځي حکومتونو سره په چلن کي بدلون راولي. له بل اړخه د مصر اوسني پوځي واکمنان پر خپلو ټولو منفي اړخونو سربيره په خپل هيواد کي د ټيکاو او نظم ضمانت ورکوي. خو له بل اړخه بيا بايد څوک د ډيموکراسۍ له پاره هڅې وکړي. ښايي همدا وجه وي چي د مصر په تړاو ټوله آلماني غبرگونونه تر اوسه غېر دقيق دي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير په قاهره کي له اخوان المسليمين سره هم د تماس نيولو په هڅه کي دی. تر ده دمخه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولي کاترين اشتون هم له هغوی سره اړيکي نيولي وې. آلمانی کارپوه رول وايي چي د مصر وضعه دومره غېر واضح ده چي لوېديځ په دې ډگر د ښکېلتيا ډېر لږ چانسونه لري.