آلمان ـ په ۵ کالو کي به نيمايي مهاجر پر کار شي
۱۳۹۶ فروردین ۳۱, پنجشنبهآلمانۍ «زوت دویچه زایتونګ» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د آلمان حکومت غواړي چې د کډوالو له پاره خپل «د یو یورو دندو پروګرام» پیسې کمې کړي.
دې ورځپاڼې د آلمان د کار وزارت په حواله ویلي دي چې په دې ترتیب سره به ۱۰۰۰۰۰ دندې له منځه ولاړې شي. زیاته شوې ده چې له ۲۰۱۸ کال وروسته به دې پروګرام ته د ۳۰۰ میلیونه یورو پر ځای یوازې ۶۰ میلیونه یورو ځانګړې شي.
پاتې ۲۴۰ میلیونه یورو به د «Jobcenter» کار موندنې ادارې د اداري مصرفونو په موخه ځانګړې شي چې په کې د کډوالو شخصې مصرف، کرایې او انرژي مصرف ورکول هم شامل دي.
د پناه غوښتنې ګړندۍ بهیر
د «یو یوريي دندې پروګرام» د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې پیل شو او هدف یې د هغو پناه غوښتونکو له پاره د کار زمینې برابرول وو چې له ډیر وخت راهیسې د خپلې پناه غوښتنلیک ځواب ته په تمه دي.
خو په رپوت کې راغلي دي چې د روان کال تر مارچ میاشت پورې یوازې ۲۵۰۰۰ دندو ته غوښتنلیکونه ورکړل شوي. دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده چې د پناه غوښتنې د ګړندي بهیر له کبله ډیر شمیر کډوال ژر د ژوند د حد اقل امکاناتو په پروګرام کې شامل شول. دا په دې معني چې ډیر شمیر کډوال د ځواب ترلاسه کولو وروسته د د «Jobcenter» له ادارې څخه د کور کرایه، انرژې او شخصې مصرف پیسې تر لاسه کړې.
د آلمان د زرغون ګوند د کار مارکیټ د سیاست ویاندې برګیتې پوتمر، پر دغه رپوټ باندې نیوکې کړې دي او پر سوسیال دیموکراتانو باندې تور لګولی دی چې د کارپوهانو ګواښونو ته یې پام نه دی کړی.
هغې زوت دویچه زایتونګ ورځپاڼې ته ویلي دي: «دغه پیسې د Jobcenter د خلاو ډکولو په موخه کاریږي، چې له کلونو راهیسې ورته کمې پیسې ورکړل شوې دي. دغه پیسې د اصلي هدف له پاره چې کډوال وو، نه کارول کیږي.»
خو د آلمان د کار وزارت بیا ټینګار کوي چې Jobcenter ته د دغو پیسو ورکول به په فردي توګه د کډوالو په ګته وي او دغه اداره به وکړای شي چې ساتنې او تدابیرو له لارې په لا ښه توګه د پناه غوښتونکو ساتنه وکړي.
۵۰ سلنه کډوال به کار خاوندان شي
دا په داسې حال کې ده چې د کار مارکیت او مسلکي څیړنو انستیتوت، د کار په بازار کې د کډوالو د ادغام په اړه خوشبینې څرګنده کړې ده. دې انستیتوت ویلي دي چې آلمان ته تر رسیدو پنځه کاله وروسته به ۵۰ سنله کډوال د کار خاوندان وي.
د ۲۰۱۶ کال تر لومړۍ نیمایي پورې ۱۰ سلنه هغه کډوال چې آلمان په ۲۰۱۵ کال کې راغلي وو، په ۲۰۱۴ کال کې ۲۲ سنله راغلي کډوال او د ۲۰۱۳ کال ۳۱ سلنه کډوال په آلمان کې د کار خاوندان شوي وو.
خو په دې کې ډیر د مسلکو زده کړو دورې او لږ معاش لرونکې دندې هم شامل دي. که دا په پام کې و نه نیول شي نو د ۲۰۱۵ کال یوازې ۵ سلنه، د ۲۰۱۴ کال ۱۳ او ۲۰۱۳ کال ۲۱ سلنه کډوال په ۲۰۱۶ کال کې د سمو کارونو خاوندان شوي وو.