په ۲ آلماني ښارونو کې د افغانانو د ايستلو پر ضد مظاهرې وشوې
۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبهد فرانکفورت ښار پوليسو د شنبې ورځ په ماښام خبر ورکړ چې دغه مظاهرې په آرامه او پرته د کومې پيښې د رامنځ ته کيدو ترسره شوې.
په دغو مظاهرو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ګډون کړی وو، چې اکثريت ګډونوال یې د هند د مذهبي اقليت او د افغانستان له سيکانو څخه ول.
د هيس ايالات په پارلمان کې د کيڼ اړخې ګوند د فراکسيون مشر ژنين ويسلر وويل چې د افغان مهاجرو اخراجول يو غيرمسئولانه عمل او د بشر او اساسي حقوقو تر پښو لاندې کول دي.
په هامبورګ ښار کې هم د شنبې ورځ په ماښام د سلونو تنو لخوا د افغان مهاجرو د اخرج په غبرګون کې اعتراضونه وشول. د پوليسو يوه وياند د مظاهرې ګډونوال ۸۰۰ تنه یاد کړل او زياته يې کړه چې دغه مظاهره په سوليزې توګه ترسره شوه.
يادې مظاهرې د افغان سيکانو او د هندوانو د اتحاديې له لورې په لاره اچول شوې وې. د دغې اتحادې مشر وويل چې افغانستان امن هيواد ندی چې افغان مهاجر دې بيرته ورواستول شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په زياتو سيمو کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړې ادامه لري، په آلمان کې د افغان مهاجرو د اخراجولو مسئله په يو جنجال اوښتې ده.
د آلمان حکومت، په افغانستان کې د شته وو ناامنيو سربيره وايي چې په دغه هيواد کې داسې امن سيمې هم شته چې دوی کولای شي هغو ځایونو ته افغان مهاجر بيرته واستوي.
په ډسامبر مياشت کې د فرانکفورت له هوايي ډګر څخه د ۳۴ تنو افغان مهاجرو ډليز اخراجول، ډير اعتراضونه له ځانه سره راپورته کړل. خو سربيره پر دې په پام کې ده چې د اخراج دغه لړې ادامه پیدا کړي.
په ورستيو کې د آلمان په حکومت کې د مهاجرو د ادغام مسئول، د افغان مهاجرو د ډليز اخراج مسئله تر پوښتنو لاندې راوستې ده. دغه چارواکی د دې غوښتونکی دی چې د آلمان حکومت دې پر دې موضوع له سره کتنه وکړي.
آلماني چارواکو د ۲۰۱۶ کال په ورستيو کې ويلي وو چې په ټوله کې ۱۲ زره افغان مهاجر د ديپورت له خطر سره مخامخ دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.04.2016):