1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ په ښوونځيو کي پر پوړني د ممکنه ممانعت بحثونه

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

د آلمان په ځينو ايالتونو کي ښځي ښوونکې سته چي پوړنی پر سر کوي. اوس په ابتدايي ښوونځيو کي پر پوړني د ممکنه بنديز موضوع توده سوې ده.

https://p.dw.com/p/3IsyP
Deutschland Symbolbild Schülerin mit Kopftuch
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl

د آلمان په ابتدايي ښونځيو کي پر پوړني د ممکنه بنديز موضوع لا تر اوسه د تودو بحثونو لامل ده. ځيني د دې وړانديز کوي چي تر پنځم تولګی پوري ښوونځيو او په وړکتون کي بايد پر دې بنديز وي چي ماشومي نجوني پوړنی پر سر کړي.

د آلمان د ائتلافي حکومت د مسيحي ديموکرات ګوند رئيسې انه ګرېت کرامپ کارنباور، څو ورځي وړاندي وويل: دا چي ماشومې نجوني پوړنی پر سر کوي «دا له ديني آزادۍ سره هيڅ سر و کار نه لري او زیات مسلمانان هم په دې نظر دي.» هغې د فونکه رسنيو ډلې ته ويلي دي چي پر دغه موضوع بحث د دې په نظر «بالکل پرځای» بحث دی.

خو د ائتلافي حکومت د سوسيال ديموکرات ګوند غړې او د عدليې وزيره کاتارينه بارلې، بيا پر پوړني د بنديز مخالفت کوي. هغې د «فرانکفرتر الګېماين ورځپاڼي» د شنبې ورځي (۲۰۱۹م کال د می ۱۸مه) گڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ بايد ټولي نجوني په دې کي تقويه کړو چي پر ځان اعتمادي او خپلواکو مېرمنو ته ستري سي. زه په دې هکله شک لرم چي د ممانعت بحث به په دې لاره کي ګتور وي.»

خو د مسیحي ديموکرات ګوند سياستواله او د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړې استازې انېت ويدمن ماوڅ بيا پر دې ټينګار کوي چي د ممانعت پر موضوع بايد بحث وسي. د مسيحي اتحاد ګوند يو شمېر سياستوالو په يوه ګډه اعلاميه کي ويلي دي چي د ښوونکو له خوا«په مخ پر زیاتېدونکې توګه د مرستې ږغونه کيږي» او دا چي بايد په ابتدايي ښوونځيو او وړکتونونو کي پر پوړني د بنديز وړانديزونه بايد وارزول او پرې غور وسي.

د ابتدايي ښوونځيو د اتحاديې رئيس مارېسي لاسېک په ابتدايي ښوونځيو کي د پوړني د ممانعت مخالفت کوي. هغې ويلي دي چي دا ډول يو ممانعت ښايي عملي کېدونکی هم نه وي. د هغې په وينا د داسي يو ممکنه ممانعت په ترڅ کي به «ماشومان و ځانګړي رول اخيستلو ته مجبور کړل سي چي موږ دا نه غواړو.» هغه وړانديز کوي چي د ممانعت پرځای بايد چي له مور او پلار سره اړيکي او ديالوګ جاري پاته وي.

په آلمان کي د ياد ممانعت بحث تر هغه وروسته بيا تود سو چي د می مياشتي په نيمايي کي د اتريش پارلمان په وړکتونونو او ابتدايي ښوونځيو کي پر پوړني ممانعت وضع کړ.

د آلمان د ايالتونو د فرهنګ د وزيرانو د شورا رئيس الېکزاندر لورڅ هم د دغه ممانعت د رامنځ ته کولو مخالفت کړی دی. هغه ويلي دي: «که مور او پلار په اساسي قانون کي د ورکړل سوي مذهبي او ديني آزادۍ غوښتونکي سي نو په جواب کي يې موږ څه نه لرو.»

د هغه په وينا که دغه ممانعت د اساسي قانون تر محکمې ورسيږي نو ښايي د دغې محکمې له خوا بېرته لغوه کړل سي. هغه زیاته کړه: «موږ بايد هميشه د قانون او ممانعت رامنځته کولو په غوښتنه کي تلوار ونه کړو.»

په ۲۰۱۵م کال کي د آلمان د اساسي قانون د يوې فيصلې له مخي پر پوړني عمومي بنديز ته اجازه نه سته. تر دغې فيصلې وروسته ځينو ايالتونو يوشمېر پوړنی پرسرکوونکو ښوونکو ته کار ورکړ.

آژانسونه