1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ پارلمان کي ښځینه استازي کمي شوي

۱۳۹۶ مهر ۸, شنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل د تیرو ۱۲ کلونو راهیسې د دې هیواد د حکومت مشري کوي. خو د آلمان په نوي پارلمان کې د ښځینه استازو شمیر د تیرو ۱۹ کلونو په پرتله خپلې ټیټې کچې ته رسیدلی.

https://p.dw.com/p/2l15S
Bundesdelegiertentag der Frauen Union der CDU
انځور: picture-alliance/dpa/P. Steffen

په ۱۹۱۹م کال کې هغه وخت چې آلماني میرمنو د رایې اچونې حق ترلاسه کړ، یوازې د میرمنو دفاع کوونکو خوشبینو په دې هکله فکر کوو چې دوی به هم یو وخت ښځینه صدراعظمه ولري. خو په اوسني آلمان کې یوه میرمنه د دې هیواد مشري کوي او د څلورم ځل له پاره به د حکومت واګي په خپل لاس کې اخلي.

په آلمان کې د میرمنو لخوا د رایې اچوونې د حق له ترلاسه کولو شاوخوا یو قرن وروسته، د دوی ارمان پوره شو. خو د دې هیواد په پارلمان کې يوه ستونزه لا پاتې ده. تر ۱۹۸۷م کال پورې د آلمان په پارلمان کې د ښځینه غړو شمیر له ۱۰ فیصده څخه نه وو لوړ شوی، خو دغه څه بیا په تیرو ۳۰ کلونو کې بدلون موندلی او د میرمنو حضور په تدريجي توګه ډیر شوی. خو په تدريجي توګه په پارلمان کي مېرمنو استازو د زياتېدو پروسې د تیرې یکشنبې په ورځ هغه مهال چې په آلمان کې ملي پارلماني ټاکنې ترسره شوې، یو ځل بیا بدلون وموند.

په آلمان کې د روان کال د سپتمبر میاشتې په ۲۴ نیټه په ترسره شوو ملي پارلماني ټاکنو شپږ سیاسي ګوندونه وتوانیدل چې خپل استازې د دې هیواد پارلمان ته واستوي او په دې استازو کې د میرمنو حضور د تیر په پرتله کم دی. د شمیرو له مخې د آلمان د پارلمان په تیر جوړښت کې د میرمنو ونډه ۳۷.۱ سلنه وه خو په تازه پارلمان کې ښايي دغه شمیر ۳۱ سلنه ته راټیټ شي چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ده.

د آلمان په ۱۹ مه دوره پارلمان کې به ۴۹۱ څوکۍ نارینه استازي ډکې کړي او بل لوري ته یوازې ۲۱۸ پاتې څوکې بیا د میرمنو په برخه شوي.

ستره ماته

د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې د میرمنو د کم حضور لامل تر ډیره پورې په راتلونکي پارلمان کې د دوو ګوندونو راتګ ګڼل کیدای شي. په دې ګوندونو کې یو هم لیبرال دموکرات ګوند او بل یې هم د آلمان له پاره بدیل ګوند دی. یادو دواړو ګوندونو د ۲۰۱۳م کال په پارلماني ټاکنو کې د ټولو رایو ۵ سلنې په نه پوره کولو سره د آلمان پخواني پارلمان ته لاره نه وه موندلې.

د لیبرال دموکرات د ګوند له ټولو څوکیو څخه به یوازې ۱۸ یې میرمنو ته ورکړل شي او پاتې ۶۲ څوکې بیا د نارینه استازو لخوا ډکیږي. بل لوري ته بیا د آلمان له پاره د بدیل ګوند څخه به یوازې د پارلمان ۱۱ څوکې میرمنو ته او پاتې ۸۳ یې د نارینه وو لخوا ډکیږي.

په عین وخت کې د انګلا مرکل حزب یا مسيحي دموکرات ګوند او په بایرن کې د دوی ملګری ګوند مسحي سوسیال اتحاد ګوند هم د پارلمان د استازو له پلوه د جنسیت د مساوات د پرمختګ ښه بیلګه نه ده. دغه ګوند د ټولو ۲۴۶ څوکیو څخه یوازې ۴۹ یې میرمنو ته ورکړي دي. خو د سوسیال دموکرات، چپ اړخو او په زرغون ګوند کې بیا د میرمنو ونډه له ۴۰ سلنه څخه پورته ده او په ترتیب سره ۴۲ سلنه، ۵۴ سلنه او ۶۰،۹ سلنه یې میرمنو ته ځانګړې کړې.

د سوسیال دموکرات له ګوند څخه د آلمان د کورنیو، میرمنو او ځوانانو د چارو وزیره کاترینا بارلې به هم د نوي حکومت په تشکیل سره له خپل موقف څخه ګوښه شي. نوموړې دویچه ویله ته وویل چې د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ د مساوات قانون ته ډیره اړتیا لري. هغه وايي: «بل څه نتیجه نه ورکوي. که چیرته ګوندونه د [نارینه او میرمنو] ونډه په خپله معرفي نه کړي، نو بیا موږ هم باید د فرانسې په شان د یوه قانون په فکر کې شو په کوم کې چې سیاسي ګوندونه اړ دي چې په مساوي توګه خپل نارینه او ښځینه استازي معرفي کړي.»

د آلمان دغه ګاونډي هیواد یعنی فرانسې د ۲۰۰۰م کال په جون میاشتې کې دغه قانون تصویب کړ ترڅو د نارینه او میرمنو مساوات ته وده ورکړل شي.