آلمان ـ نڅاځای کي ډزو دوه انسانان ووژل
۱۳۹۶ مرداد ۸, یکشنبهد آلمان د سويلي ښار کونستانس په يو نڅاځای يا ډسکو کي ډزي سوې. په دغو ډزو کي دوه انسانان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
پوليسو په خپله اعلاميه کي ويلي چي ډزي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۷مه نېټه) سهار وختي د يو کس له خوا په ډسکو کي وسوې. په دغو ډزو کي يو کس ووژل سول. ويل سوي چي د هغه وروسته بريدګر د پوليسو سره هم د ډزو تبادله وکړه چي له کبله يې هغه ژوبل سو او روغتون ته يووړل سو. زياته سوې چي دغه کس وروسته د خپلو ژوبلو له کبله په روغتون کي ساه ورکړه.پوليسو د بريدګر په تړاو ويلي چي د هغه عمر ۳۴ کاله ؤ. زياته سوې چي دغه کس په ځايي وخت سهار څلور نيمو بجو په يو نايټ کلب يا ډسکو کي ډزي پېل کړې چي په سمدلاسه توګه پکښي يو کس ووژل سو او درې نور سخت ژوبل سول.
زياته سوې چي د هغه وروسته چي دغه کس له ډسکو څخه ووت لنډ وخت وروسته ورته پوليس ورسېدل او د بريدګر او پوليسو تر منځ د ډزو تبادله وسوه. ويل سوي چي په دغو ډزو کي يو پوليس هم ژوبل سوی دی.
دا چي د بريدګر هدف څه ؤ لا تر اوسه نه ده روښانه سوې. دغه بريد د هغه څخه صرف دوې ورځي وروسته رامنځ ته کيږي چي يو فلسطيني کس په مغازه کي يو انسان په چاړه وواژه او ۶ نور يې ژوبل کړل.