آلمان ـ صرف کم شمېر رد شوي مهاجر په وتلو مکلف دي
۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبهد کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) ویاند د دوشنبې په ورځ (Die Welt) ورځپاڼې ته وویل چې په اوس وخت کې دوه پر دریمه برخه د هغو پناه غوښتونکو چې د پناهندګۍ غوښتنې یې رد شوي دي، له آلمان څخه د وتلو له پاره د دغې ادارې د پریکړې پر ضد دعوی کړې.
نوموړی ویاند زیاتوي چې له اقامه دعوی سره په آلمان کې د یوه مهاجر د اقامې مهلت، د محکمې تر نهایې پریکړې وروسته پای ته رسیږي. دا په دې معنی چې د پناهندګۍ غوښتنلیک وړاندې کونکی په لومړي قدم کې د محکمې تر وروستې پریکړې او له آلمان څخه د وتلو له پاره ورته د نیټې تر ټاکل کیدو وروسته، مکلف ګرځي چې باید له دغه هیواد څخه ووزي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د رپوټ پر بنسټ، د هغو کسانو د شمیر زیاتوالی چې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې رد شوي دي، خو مکلف نه دي چې باید له دغه هیواد څخه ووزي، د دې سبب ګرځي چې آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر لوړ شي.
همدارنګه له ۲۰۱۵ کال را په دې خوا د پناهندګۍ غوښتنلیکونو د ډيریدو له امله د دغو غوښتنلیکونو په اړه د پریکړو شمیر هم لوړ شوی دی. دغه زیاتوالی په ۲۰۱۶ کال کې نږدې ۷۰۰ زره وو، په داسې حال کې چې اټکل کیږي دغه شمیر به د روان ۲۰۱۷ م کال تر پایه يورې تر ۴۸۰ زرو هم زیات شي.
د نوموړي ادارې ویاند زیاتوي په دې برخه کې له یوه آلماني تبع سره د واده کولو په څیر مسائل هم رامنځته کیږي چې په دغه صورت بیا مهاجر مکلف نه دی له آلمان څخه ووزي.
د «دي ولت» ورځپاڼه د آلمان د فدرالي پولیسو د رپوټ په حواله لیکلي چې د روان ۲۰۱۷ م د اګست میاشتې تر پایه پورې ۱۶۰۳۱ بهرنیان له آلمان څخه اخراج شوي دي.
په داسې حال کې چې تر دې یوه کال مخکې د جولای میاشتې تر پایه پورې ۱۶۴۳۲ مهاجر له آلمان څخه اخراج شوي ول، یعني د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت لا د روان کال تر اګست میاشت ډير بهرنیان له آلمان څخه اخراج شوي ول.