آلمان ـ د افغان مهاجرو د قبليدو کچه ټيټه شوې
روان کال په آلمان کې د افغان مهاجرو د منلو کچه ښکته شوې او تر څنګ له دغه هيواده د رد شويو مهاجرو په اخراج کې هم کموالی راغلی دی. اوس مهال په آلمان کې شاوخوا ۲۵۵ زره افغانان ژوند کوي.
آلمان کې د افغان مهاجرو شمير
حاضردمه په آلمان کې شاوخوا ۲۵۵ زره افغانان ژوند کوي. دغه مطلب د آلمان فدرالي حکومت لخوا د افغان مهاجرو په هکله يو رپوټ کې د روان کال په اپريل مياشت کې ویل شوی وو.
په منلو کې توپير
آلمان کې د تيرکال په لمړيو شپږو مياشتو کې د منل شويو افغان مهاجرو رقم ۵۵ اعشاريه ۸ سلنه وو، خو سږکال دغه رقم ۴۴ اعشاريه ۱ ته راښکته شوی ده.
انتظار
د فدرال آلمان د رپوټ پر اساس، له ۲۵۵ زره افغان مهاجرو له ډلې، د نيمايي څخه د زياتو هغو پر دوسيو کار روان دی. دغه مهاجر د ځواب د ترلاسه کولو تر وخته کله تر اوږدې مودې انتظار کې پاتې کيږي.
دايمې اقامې
په آلمان کې د ميشتو شاوخوا ۲۵۵ زره افغان مهاجرو له ډلې څخه ۶ سلنې يې دايمي اقامې ترلاسه کړي دي.
موقتي اقامې
آلمان کې د افغان مهاجرو يو څلورمې برخې ته يې تر يوې ټاکلي مودې په دغه هيواد کې د اوسيدو اجازه ورکړل شوې ده.
يو شمير افغانان بايد ووځي
د فدرالي آلمان ادارې لخوا د روان کال اپريل میاشت کې خپور شوي رپوټ کې دا هم ویل شوي چې له ۲۵۵ زره افغان مهاجرو څخه ۱۳ سلنه يې بايد آلمان له خاورې ووځي او يا په بد وضعیت کې قرار لري.
ناهيلې ژوند
ډیری افغان مهاجرو له دويچه ويله ته ويلي دي چې د بې برخليکۍ له وجې ناهیلې او زړونه يې مات شوي دي. دوي وایي مياشتې مياشتې انتظار وښکل د يوې نامعلومې پايلې لپاره پر دوي ډير زورونکی پريوځي.
د کمپونو ژوند
د پناه غوښتنې نتایجو ته د اوږدې مودې انتظار ترڅنګ د مهاجرو بله ستونزه په کمپ کې د تنګ او ګډ ژوند ماحول دی.
جنجالونه
خو افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج یا آلمان له خاوري څخه يې د وتلو خبره، له مودو راهيسې په آلمان کې په يوې جنجالي موضوع اوښتې ده. دغې خبرې سره په اعتراض کې تر اوسه د آلمان په ډیرو ښارونو کې افغانانو مظاهرې کړې دي.
د مظاهرو يوه څنډه
افغان مهاجر د آلمان په کلن ښار کې د مظاهرې پر مهال. دوی وايي چې افغانستان لا امن ندی او نبايد اخراج کړل شي.
په اخراج کې کمښت
د دغو ټولو حالاتو سربيره آلمان حکومت وايي چې د روان کال په شپږو مياشتو کې آلمان څخه د مهاجرو اخراج کم شوی دی.
اخراج کې سم نيمايي کموالی
د آلمان د کورنيو چارو وزارت په جولای مياشت کې ويلي دي چې په روان نيمايي کال کې ټولټال ۱۲۵۴۵ تنه رد شوي مهاجر خپلو هيوادونو ته اخراج شوي په داسې حال کې چې د تير کال همدې موده کې دغه شميره ۲۵۳۷۵ تنه وه.
د کار اجازه
د مهاجرت په سخت ژوند کې د اخراج، موقتي اقامې، انتظار او نورو ستونزه ترڅنګ يوه ستونزه هم د کار اجازه نلرل دی چې يو شمير مهاجرو ته د ځينو قانوني دلايلو له مخې نه ورکول کيږي.