1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ښی اړخو توندلارو پر ضد چاپې ووهل سوې

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د آلمان لوی څارنوالۍ د ښی اړخي توندلاريتوب او د ترهګرو بريدونو د پلان کولو په تور څلور کسان د پوليسو په مرسته نيولي دي.

https://p.dw.com/p/1FKmN
انځور: picture-alliance/dpa/Karl-Josef Hildenbrand
د آلمان لوی څارنوالۍ د کارلسروهه په ښار کي و رسنيو ته د نيول سوو کسانو په تړاو معلومات ورکړل. څارنوالۍ ويلي دي چي نيول سوي کسان يوه ښځه او درې نارينه دي. ويل سوي دي چي پر دغو کسانو ټينګ شک کيږي چي د OSS په نوم د ښې اړخو يوه ترهګره ډله يې جوړه کړې وه.

د څارنوالۍ په وينا Oldschool Society په نوم دغي ډلې پلان لاره چي د مسلمانانو پر مسجدونو او دغه راز د پناه غوښتونکو پر کمپونو بمي بريدونه وکړي. ويل سوي دي چي نيول سوو څلورو کسانو د ياد مقصد له پاره تر مخه لا په «لوړه اندازه» چاودېدونکي مواد برابر کړي ول.

پوليسو د يادو څلورو کسانو د کورونو تر څنګ د پنځو نورو شکمنو کسانو کورنه هم تلاښي کړي او چاپې يې وهلي دي. د نيول سوو کسانو په هکله ويل سوي دي چي يو یې ۵۶کلن اندرياس اېچ دی چي د ياد سازمان مشري يې پر غاړه درلوده. ويل سوي چي ۳۹کلن مارکوس ډبليو د «زوړ ښونځي ټولني» په نوم د ياد ترهګر سازمان مرستيال وو. د نيول سوي ښځي نوم ډېنيسه او عمر يې ۲۲ کاله ښودل سوی دی. څلورم کس ۴۷کلن اولاف او ياد سوی دی.

پوليسو د څارنوالۍ په غوښتنه د آلمان په پنځو ايالتونو کي پر شخصي کورونو چاپې وهلي دي. په دغه عملياتو کي ۲۵۰ پوليس گډون لاره. د څارنوالۍ په وينا د دغو چاپو پريکړه له هغه وروسته سوه چي استخباراتي ادارو ورته ځانګړې معلومات ورکړل.

د يادي ښی اړخي ډلې په هکله ويل کيږي چي امنيتي ادارې يې د ۲۰۱۴م کال په اګست مياشت کي په تاسيس خبري سوي وې. دا چي ايا د دغې ډلې له خوا په راتلونکي وخت کي د ترهګرو بريدونو ګواښ موجود وو که څنګه، په هکله يې معلومات نه دي ورکړل سوي.