آلمان د پوليسو د روزلو لپاره لانورې پيسې ورکوی
۱۳۸۶ آبان ۲۵, جمعهاعلان
په راتلونکې کال کښې به د دغه کار لپاره ۳۵ اعشاريه ۷ ميليونه ايرو ولگول شی، حال دا چې تر اوسه پوری د آلمان حکومت هر کال دوولس ميليونه ايرو ځانگړي کړي وي.
د آلمان د بهرنيو چارو وياند خوښې څرگنده کړی او وويل:
« یوازی له دی لارې څخه کولای شو چې افغان پوليس داسی وروزو چې په راتلونکې کښې په خپله د خپل ملک او خلکو امنيت وساتلی شی.«