آلمان: د مسلمانانو یو لیګ د کلیسا د ویجاړو شوو توکو مرمت کوي
۱۴۰۰ آذر ۵, جمعهد آلمان په ايرفورت ښار کې د پروتسانت کليسا له خوا د پنجشنبې په ورځ ويل شوي چې د آلمان د مسلمانانو ليګ د ۵۰۰ يورو په ورکړې سره د عيسی عليه السلام د تخريب شوې مجسمې په جوړولو کې ونډه اخیستې ده.
د آلمان د مسلمانانو د ليګ مشر بلال المجديدي، په دې اړه وويل: «زه پوهيږم دا مبلغ ډېر لږ او يوازې سمبوليکه بڼه لري خو موخه یې دا ده چې د کليسا ټولنه دا فکر ونه کړي چې مسلمانان د دې ناوړه اقدام پلويان دي او هغه ښه بولي.»
هغه زياته کړه چې دا پېسې هغه او د دې ټولنو د مشرتابه غړيو د بسپنې په توګه ورکړي دي. المجددي وویل چې د کليسا توکو ته زيان رسول غير اخلاقي عمل وو او د اسلام له تعليماتو سره سمون نه لري.
د پروتستانت کليسا يوه لوړ پوړي چارواکي اندرياس شوارڅه د مسلمانانو دا ګام «د (دينونو ترمنځ) د تماس د پله جوړولو يو آګاهانه سمبول او د ديالوګ د نه قطع کولو تقاضا» بللی دی.
يوه په خټه افغان ۲۵ کلن مسلمان په اکتوبر میاشت کې د کليسا فرنيچر او نور وسايل دباندې اچولي ول او د دې کليسا صليب، محراب او نور توکي کې ویجاړ کړي ول. د کليسا ټولنې په دې منځ کې د دې توکو د تخريب له کبله حقوقي دعوا کړې ده او په عين حال کې د پخلاينې او مصالحې پلوي کوي.
ب. ص/ ن. ص (epd)