آلمان: د هغه چا ملاتړ کوو چې پخپل هیواد کې د تعقیب لاندې دي
۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبهد دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت څو ورځي مخکې اعلام وکړ چې په مجموعي ډول ۴۵۷۴۱ کسانو د پناهندګۍ د قبولولو د پاره خپلې عریضې وړاندې کړي دي.
دا د تېرو کلونو په تناسب ۱۱ فیصده زیاتوالې ښیي. تر ټولو د مخه د هغو اسلامي هیوادونو لکه عراق، افغانستان، ایران او سوریې څخه چي پکښي کړکېچونه روان دي ډېر مهاجرین آلمان ته راځي.
د دغو مهاجرینو څخه د ۷۱۰۰ کسانو د پناهندګۍ عریضې منل سوي دي. نورو ۲۶۰۰ تنو ته د اسي ویزې ورکول سوي دي چې په هغې سره په زور سره خپلو هیوادونو ته نه استول کیږي. دا ځکه چې دغه کسان په خپلو هیوادونو کي د مرګ د سزا، او شکنجو د ګواښ سره مخامخ دي.
دا زیاتره هغه کسان دي چې د افغانستان څخه راغلي دي. تېرکال د اوه زره اته سوو په شاوخوا کي افغانانو په آلمان کې د پناهندګۍ د پاره عریضې ورکړي دي، چی دا د تېرو کلونو په تناسب ۳۱ فیصده زیاتوالې ښیي.
د عراق هیواد دوهم او صربستان بیا دریم ځای لري. په همدې ډول د ایران او سوریې هیوادونه هر یو څلورم او پنځم ځایونه لري، خو د بلې خوا بیا آلمان ته د بالقان د هیوادونو لکه صربستان او کوزوو څخه د راغلو کډوالو په راتګ کي کموالې راغلې دی.
د پناهندګی د پاره د دوی د عریضو شمېر ۲۴۰۰ ته راکښته سوی دی. د صربستان او مرسدونیا د هیوادونو اتباع چې بې له ویزې څخه د آلمان هیواد ته راتلای سي ، په ۲۰۱۱ کال کي د دوی د پناهندګۍ یوه عریضه هم ونه منل سوه.
د جرمنې د کورنیو چارو د وزارت په حواله د صربستان د هیواد څخه ۹۰ فیصدو د روما د قوم څخه خپله پناهندګي ورکړې ده، د دغه قوم په مقابل کي په صربستان کي د ډېر تعصب څخه کار اخیستل کیږي.
د آلمان داخله وزیر فریدریش پر دې خبره ټینګار وکړ چې آلمان بیا هم دې ته تیار دی چې د هغو کسانو څخه چې واقعاً په خپلو هیوادو کې تر تعقیب لاندې دي ، ملاتړ وکړي.
اژانسونه/ګلغوټې پوپل
کتونکې/شمس الرحمن ناصر