آلمان د مهاجرو د کورنیو د راغواښتلو لړۍ پیلوي
۱۳۹۶ دی ۱۹, سهشنبهد مهاجرو د کورنیو د الحاق یا یوځای کیدو مسئله د آلمان د اتحادیې ګوندونو او سوسیال دیموکرات ګوند(SPD) تر منځ د نوي حکومت د جوړښت له پاره د ابتدایې خبرو اترو یوه شخړیزه موضوع ده. تر اوسه پوري په دې اړه رپوټونه نه دي خپاره شوي چې آیا دغه ګوندونه چې د یوه نوي حکومت د جوړښت پر سر ازمايښتي خبري اترې کوي پر دې موضوع کومې موافقې ته رسیدلي دي که څرنگه.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد په پارلمان کې د کيڼ اړخي فراکسیون د پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي «په اړونده سفارتخانو کې د ویزې ترلاسه کولو څانګې په اوس وخت کې د ملاقات د وخت ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیکونه ترلاسه او هغه ثبت او راجستر کوي». دا خبر «نوین اوسنا بروکه څایتنګ» ورځپاڼې خپل د سه شنبې ورځې په ګڼه کې خپور کړی دی.
آلمان ته د مهاجرو کورنیو د راتلو لړۍ د بندیدو له امله اغیزمن شوي کسان کولی شي چې د ملاقات له پاره د وخت تر اخیستلو وروسته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي. خو د ملاقات له پاره د وخت اخیستل شاید په میاشتو وخت ونيسي.
دا موضوع دقیق د هغو مهاجرو په برخه کې صدق کوي چې په آلمان کې یې د محدود حفاظت ویزې ترلاسه کړي دي. د سوریې د کورنۍ جګړې مهاجر په اوس وخت کې د هغو مهاجرو په کتار کې شمیرل کیږي چې اجازه نه لري حتی د خپلې کورنۍ نږدې غړي هم آلمان ته را وغواړي.
د مهاجرو د کورنۍ غړو د راغوښتلو یا الحاق په بهیر کې د ځنډ له پاره د مارچ میاشتې تر نیمایې پورې وخت محدود کړای شوی دی. د آلمان اتحادي محافظه پاله ګوندونه غواړي چې تر ټاکلې نیټې وروسته هم دغه بندیز وغزول شي، خو SPD یا سوسیال دیموکرات ګوند بیا د دې کار(د مهاجرو د کورنۍ د راغوښتني د بهیر ځنډولو) مخالفت کوي.
د آلمان مسيحي دیموکرات او په بایرن ایالت کې سوسیال مسیحي اتحادي ګوندونو له دې امله پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه کړې. د سوسیال مسیحي ګوند د داخلي مسائلو کارپوه شتیفن مایر د «نوین اوسنا بروکه څایتنګ» ورځپاڼې ته وویل چې زیګمار ګابريل یوازې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستۍ مقام لري او د حکومت د جوړښت له پاره خبري اترې جریان لري. هغه زیاتوي چې له همدې امله ګابریل باید د دې کار له پایلو څخه لاس پر سر شي.
په داخلي مسایلو کې د آلمان له مسيحي دیموکرات ګوند سیاستوال امرمین شوستر وویل چې د هغه په بارو د دې احتمال زیات دی چې مذاکره کوونکي ګوندونه د کورنۍ د الحاق په موضوع کې یوې موافقې ته ورسیږي.
د آلمان له سوسیال دیموکرات ګوند څخه په داخلي چارو کې سیاستوال هم په دې برخه کې خوشبیني څرګنده کړې ده. له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت باید د یوه ائتلافي حکومت د جوړښت تر وخته پوري په دې اړه له هر ډول اقدام څخه ډډه وکړي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: