1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان مهاجرو د ويش له پاره د يو ائتلاف د جوړيدو غوښتونکی دی

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونه چې غواړې د مهاجرو په ويش کې ونډه ولري، بايد په مديترانې سمندرګي کې ژغورل شوي مهاجر په خپلو کې وويشي. تر دې مخکې يو شمير غړو و په دې اړه مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/3M1bJ
Symbolbild | Flüchtlinge im Mittelmeer
انځور: Getty Images/NurPhoto/C. Marquardt

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د شنبې په ورځ (د جولای ۱۳مه) وويل، آلمان د اروپايي اتحادېې غړو هيوادونو په منځ کې د يو داسې هيواد په حيث چې په مديترانې سمندرګي کې د ژغورل شوو مهاجرو منلو ته تيار دی، بايد د «حاضرانو يو ائتلاف» جوړ کړي.

هغه «آر ان دي» رسنيزې ډلې ته وويل: «موږ اوس بايد د اتحاديې له هغو غړو سره کار وکړو چې د مهاجرو منلو ته تيار دي. ټول نور هيوادونه هم په هغه کې د ګډون له پاره دعوت کيږي.»

ماس زياته کړه، آلمان به دې ته حاضر وي چې په دغه ائتلاف کې خپل د پام وړ سهم ونيسي او د مجددو تقسيماتو په «الزامي» سيستم کې به يو شمير مهاجر ومني.

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند څخه دغه سياستوال ټينګار وکړ چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو تر منځ اختلافات، بايد تر دې زيات نور په مديترانې سمندرګي کې د مهاجرو د ژوغورنې له پاره د يوه توافق رامنځ ته کيدو خنډ ونه ګرځي. هغه په دې اړه وويل: «دغه خنډ په نهايت کې بايد له مخې لرې شي.»

په پام کې ده چې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو وزيران د دغې اوونۍ په غونډه کې په سمندر کې د مهاجرو د ډوبيدو د مخنيوي په اړه هڅو باندې، بحث وکړي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه چې په دغې غونډه کې به «يو قاطع ګام» واخيستل شي.

په سمندر کې د مهاجرو د ژغورنې ماموريت په ورستيو مياشتو کې د ايټاليا او اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو تر منځ اړيکو کې د جنجال سبب واقع شوی دی.

د ايټاليا د کورنيو چارو سخت دريځه وزير ماتئو سالويني چې د مهاجرت ضد سياست تعقيبوي، د ايټاليا په بندرونو کې د مرستندويه سازمانونو د ژغورل شوو مهاجرو د حامل کشتيو د لنګر اچولو د تکرار مانع ګرځيدلی دی.

د اروپايي اتحاديې يو شمير غړو هيوادونو لکه پولند او هنګري تر دې مخکې د آلمان په مشرۍ پر غړو هيوادونو د مهاجرو دويش له هڅو سره مخالفت ښکاره کړی دی.

د مهاجرت نړېوالې ادارې آمار ښيي چې د ۲۰۱۹م کال له پيله تر اوسه، څه باندې ۴۲۰ تنه مهاجر په مديترانې سمندرګي کې ډوب شوي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی. دغه مهاجر د شمالي افريقا هیوادونو ښودل شوي، چې غوښتل يې اروپا ته ځانونه ورسوي.


 Af/me (dpa, epd)/mks/aa