آلمان د لوژ په سیالۍ کې ډیر مډالونه تر لاسه کړل
۱۳۹۲ بهمن ۲۵, جمعهپه سوچي کې د المپيک د ژمنیو سیالیو په ترڅ کې د آلمان لوبغاړو، لکه څرنگه چې انتظار کیده د لوژ (luge) په ډله ییزه سیالۍ کې هم د سرو زور مډال وگاټه. تر دې د مخه آلماني لوبغاړو نتالي گایزنبېرگر، فیلیکس لوخ، توبیاس آرلت او توبیاس ویندل هم په دغو سیالیو کې په انفرادي توگه له ماتو سره نه وو مخامخ شوي. هغوی اوس د سرو زرو څلورم مډال هم تر لاسه کړ.
د سکي په انفرادي سیالیو کې چې د ۲۰ کیلومترو واټن له پاره وه، او د کراسنایاو پولیان په غرنۍ سیمه کې تر سره کیده، مارتین فورساد چې د فرانسې د هیواد دی، لومړی ځای وگاټه. دا د نوموړي لوبغاړي د سرو زرو دویم مډال دی. د بیاتلون د لوبې آلماني لوبغاړي ایریک لیسر د سپینو زرو مډال وگاټه. روسي لوبغاړي یفگیني گارانیچیف بیا د دریم ځای په خپلولو سره د برونزو یا ژیړو مډال وگاټه.
د چین له پاره د سرو زو لومړنی مډال
د یخ پر سر د چټکې ځغاستې د لوبې په ترڅ کې د چین ښځینه لوبغاړې پیاوړې بریښدې. د چین لوبغاړې ژنگ هانگ، پر خپلې هالنډۍ پیاوړې سیالې باندې برلاسې شوه او د سرو زرو مډال یې راخپل کړ.
چینایانو په یوه بله سیالۍ کې هم د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. لي جیانرو دغه مډال د ۵۰۰ مترو د سکي لوبې په چټکه سیالۍ کې تر لاسه کړ. د سوچي په سرپټي، ستیدیم کې د دغه سیالیو د لیدلو له پاره ۱۲ زره نندارچیان راټول شوي ول. د لوبې په پیل کې درې ښځینه لوبغاړې د یخ پر سر راولویدې او ویې نه شو کړای چې خپلو لوبو ته ادامه ورکړي. په دغه سیالۍ کې د ایتالیې هیواد لوبغاړي دویم او د جنوبي کوریا لوبغاړي دریم ځای خپل کړ.
آلمان په دغو سیالو کې د لس مډالونو په لرلو سره لومړی ځای، سویس دویم او کاناډا دریم مقام راخپل کړی دی.