1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د سوريې په اړه د نوي پريکړي هڅي کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه

له هغه وروسته چي چين او روسيې د سوریې په باب د امنيت شورا په غونډه کي د سوریې په وړاندي د يوې پريکړي مخنيوی وکړ، اوس آلمان د ملګرو ملتو د يوې نوي پريکړي له پاره هڅي کوي.

https://p.dw.com/p/13xjO
انځور: picture-alliance/dpa

روسيې او چين د سوريې د پريکړي له ويتو سره د نړيوالي ټولني قهر او غوسه را وپاروله.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله پرون د مونشن په نړيوال امنيتي کنفرانس کي له نړيوالي ټولني څخه وغوښتل چي د چين او روسيې له مخالفت سره سره د سوريې د خلکو د ناورين د پای ته رسولو له پاره بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړي:

«مهمه خبره دا ده چي موږ لاس تر زنه پاته نه شو، که چيري موږ اوس په سياسي ډګر کي عمل ونه کړو، معنا دا ده چي موږ د سوريې خلک يوازي پرېيښي دي او دا غير مسئولانه کار دئ. د اسد پر رژيم باندي بايد فشار زيات شي. ښکاره ده چي موږ له خپلو متحدينو سره په تماس کي يو، په خاصه توګه له ترکيې او عربي نړۍ سره چي په څه نوو اقداماتو لاس پوري شي.»

ويستر ويله د مونشن د امنيتي کنفرانس په څڼده کي له دويچه ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل:« موږ د چين او روسيې له دې تصميم څخه سخت خواشنيي يو او هغه ستره اشتباه ګڼو.»

کله چي له ويستر ويله څخه پوښتنه وشوه چي د سوريې پر ولسمشر بشار الاسد باندي د فشار راوستلو له پاره، آلمان څه کولای شي، وويل:«موږ کولای شو چي په راتلونکو ورځو کي يو وار بيا د امنيت شورا ته مخ واړو او انتظار به وباسو چي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف چي د سه شنبې په ورځ سوريې ته سفر کوي، څه پيغام له ځانه سره راوړي.»

په داسي حال کي چي لويديځ هڅه کوي چي د سوريې پر رژيم باندي داسي فشار راوړي لکه په تير کال کي چي ئې د لبيبا پر وژل شوي مشر معمر اقذافي باندي راووړ، د اسد له رژيم سره د مسکو او پيکينګ ملاتړ، د داسي فشار مخنيوی کوي.

عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل