1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د بهرنیو هیوادونو بیرغ ته د اورلګونې سزا سختوي

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

آلمان په پام کې لري چې د بهرنیو هیوادونو بیرغ ته د اورلګونې جرم، د سختو جرمونو په کتار کې شامل کړي. ټاکل شوې ده چې دا بدلون به په یوه قانوني لایحه کې د اصلاحاتو له طریقه چې د سنا مجلس له خوا وړاندیز شوی عملي شي.

https://p.dw.com/p/3W7DZ
Deutschland Bundesrat in Berlin
انځور: picture-alliance/chromorange/Spremberg

د آلمان د قانون له مخې که یو څوک بیرغ یا د اروپایي اتحادیي سمبولونو ته زیان ورسوي تر دریو کلونو پورې د بند په سزا محکومیدلی شي.

خو د آلمان د حاکم حکومتي ګوندونو ائتلاف، مسیحي ګوندونو او سوسیال دیموکراتاتو غوښتنه دا ده چې په دې قانون کې دې یو بند بل هم ور علاوه کړای شي چې پر بنسټ یي«هر څوک چې په عام محضر کې د یوه بهرني هیواد بیرغ تخریب او یا ورته زیان ورسوي باید نقدي جریمه یا تر دوو کلونو پورې په بند محکوم شي.» 

په اوس وخت کې د آلمان د جزایي قانون د یوې مادې له مخې د بهرنیو هیوادونو د بیرغ تخریب یوازې هغه وخت په مجازاتو کې شاملیږي چې په رسمي ډول رپيږي، د بیلګې په توګه د سفارتونو مخته زړول شوي بیرغونه.

د بهرنیو هیوادونو د بیرغ سوځونې یا تخریبولو سزا د سختولو په اړه د آلمان حکومت اراده، د یو شمیر مظاهرو پر مهال د اسرائیلو د بیرغ د سوځول کیدو پيښو زیاتوالي ته ورګرځي.

په ځانګړي توګه له ۲۰۱۷م کال راهیسې دا بحث راپورته شوی دی. د همدې کال په اکتوبر میاشت کې د ترمپ حکومت اعلان وکړ چې په اسرائیل کې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بيت المقدس ته انتقالوي، هغه اقدام چې د ټول بیت المقدس په اړه له اسرائیلي ادعا څخه د واشنګټن د ملاتړ په توګه تلقي کیږي.

د امریکا د دې پریکړې پر ضد په آلمان کې د څو مظاهرو په ترڅ کې د اسرائیلو بیرغ ته اور واچول شو چې له یهوادانو سره د آلمان د مناسباتو حساسیت ته په کتلو سره، داسې یو اقدام ته اجازه ورکول په آلمان کې د تاودونو بحثونو د راپورته کیدو سبب شو.

دویچه ویله: ش.ن/ب.ص