1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان په سولې کې د خپلې ونډې ډیرولو هڅه کوي

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

چارواکي وايي چې آلمان له طالبانو او افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو د بیا پیلولو په موخه خبرې کوي. آلمان د افغانستان یو له مهمو مرسته کوونکو او د ناټو غړی هیواد دی چې اوس هم په افغانستان کې سرتیري لري.

https://p.dw.com/p/3J6JA
Markus Potzel (German Federal Foreign Office, Special Representative of the Federal Government for Afghanistan and Pakistan, Germany) | 21 | Session | TV Show | Peace with the Taliban: A compromise on human rights?
انځور: DW/U. Wagner

په داسې حال کې چې طالبان د تیر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له امریکایي مرکچیانو سره په خبرو اترو بوخت دي، خو بیا هم له افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار کوي.

د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکوس پوتسل، یوازې په روانه میاشت کې دوه وارې په دوحه کې د طالبانو له غړو سره لیدلي او کابل ته یې سفرونه کړي دي.

پوتسل د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «د یوه لا سوله ییز افغانستان په لور پروسې له پاره باید اوسنی چانس له لاسه ور نه کړل شي. که د افغانستان دوستان چې آلمان یې په ډله کې یو دی، له دې هڅې سره مرسته کولی شي، نو باید دا کار وکړي.»

پوتسل په عین حال کې ټینګار کړی دی چې په پای کې یوازې افغانستان کولی شي چې د خپل هیواد راتلونکې وټاکي. هغه ویلي دي: «په پای کې د طالبانو په ګډون یوازې افغانان پخپله کولی شي د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو د مرکچې پلاوي مشر زلمي خلیلزاد، په مارچ میاشت کې ویلي وو چې له طالبانو سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه په اصولو کې یوه توافق ته رسیدلی دی. هغه روښانه کړې وه چې د دې په بدل کې طالبان ژمنه کوي چې دغه ډله به د القاعدې په څیر ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي.

خو لا تر اوسه پورې هم دواړو اړخونو د یوه اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو پیلیدو په اړه سره موافقه نه ده کړې. دا دواړه د یوه توافق رامنځه ته کیدو له پاره کلیدي شرایط دي.

په پلان کې وه چې تیره میاشت یو افغان پلاوی په قطر کې د طالبانو له استازو سره وویني، خو طالبانو بیا په وروستۍ شيبه کې دغه لیدنه لغوه کړه. د دې کار لامل په غونډه کې د ګډونوالو جوړ شوی نوملړ ښوول شوی وو.

یوه لوړپوړي آلماني چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم نه خپریدو په شرط ویلي دي: «موږ پوهیږو چې د طالبانو او امریکایانو خبرې اترې یوازې په هغه صورت کې چټکې پر مخ تلای شي چې د یاغیانو مشران له افغان استازو سره لیدنې پیل کړي.»

په قطر کې د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین، هم تایید کړې ده چې آلمان د هغو هیوادونو په ډله کې یو دی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره یې د مرستې وړاندیز کړی دی. د طالبانو یوه بل لوړ پوړي غړي بیا ویلي دي چې اروپايي ټولنه او اندونیزیا هم د سولې په بهیر کې د مرستې وړاندیزونه کړي دي.

شاهین روښانه کړې ده چې طالبانو په آلمان کې د افغانانو او طالبانو تر منځ د یوې غونډې په اړه خبرې کړي دي خو ټینګار یې کړی دی چې په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې.

آلمان په داسې حال کې د افغانستان د سولې په روان بهیر کې خپله ښکیلتیا ډیره کړې ده چې د ناټو غړي هیوادونه اندیښنه لري چې د امریکا او طالبانو تر منځ له روانو خبرو اترو لیرې پاتې دي.

آلمان تیر کال د مهاجرو په ادغام او له دې هیواد بهر د مهاجرت د ریښو پر له منځه وړلو باندې ۲۳ میلیارده یورو مصرف کړې. دې هیواد ته ډیر شمیر مهاجر له افغانستان، عراق او سوریې هیوادونو څخه راځي. د آلمان له پاره د افغانستان د سولې بهیر ځکه هم مهم دی چې په راتلونکي کال کې به د دې هیواد پارلمان یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو شاوخوا ۱۲۰۰ پوځیانو د حضور د تمدید په اړه پریکړه کوي.

په بن ښار کې «د بدلون له نړیوال مرکز» څخه کونراد شیتر، وايي: «قانون جوړونکي [د پارلمان غړي] به پوښتنه وکړي چې که هلته [په افغانستان کې] هیڅ پرمختګ نه وي شوی نو ولې یو ځل بیا ماموریت وغځوي.»

(ms/ns (reuters