آلمان ته کډوالي لږ شوې ده
۱۳۹۷ بهمن ۳, چهارشنبهپناه غوښتنه او مهاجرت اوس هم په آلمان کې یوه حساسه موضوع ده. په دې اړه بحثونه او پر سیاست باندې د دې موضوع اغیزې تر هغه وروسته چې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په ۲۰۱۵م کال کې د خپل هیواد دروازې د ۸۹۰ زرو مهاجرو پر مخ پرانیسې، ډیرې شوې.
په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته له سوریې، عراق او افغانستان څخه ډیر شمیر مهاجر راغلل.
خو وروستۍ شمیرې ښيي چې د صدراعظمې انګلا میرکل، حکومت توانیدلی دی چې د پناه غوښتونکو د شمیر د محدودولو په برخه کې خپل هدف ته ورسیږي. د میرکل حکومت په یوه کال کې آلمان ته د ۱۸۰۰۰۰ او ۲۲۰۰۰۰ تر منځ پناه غوښتونکو د رسیدو هدف ټاکلی وو.
په ۲۰۱۸م کال کې په آلمان کې ۱۶۲ زرو کسانو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي، دا د تیر کال په پرتله چې د پناه غوښتونکو شمیر په کې ۱۸۶ زره وو، ۱۳ سلنه ټیټوالی ښيي.
زیهوفر ویلي دي چې په پناه غوښتونکو کې ۳۲۰۰۰ داسې ماشومان هم شامل دي چې له یوه کال څخه کم عمر لري او میندو یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه.
په ۲۰۱۸م کال کې هم آلمان ته د بل هر هیواد په پرتله له سوریې څخه ډیر پناه غوښتونکي راغلي دي چې شمیر يې ۴۶۰۰۰ زرو ته رسیږي. تر سوریې وروسته عراقیان دي چې شمیر یې ۱۸۰۰۰ زره دی او په دریم ځای کې بیا افغانستان له ۱۲۰۰۰ زرو پناه غوښتونکو سره راځي.
زیهوفر تیر کال د آلمان د پناه غوښتنې په برخه کې د لا سختو قوانیو غوښتنه وکړه چې له کبله یې د دې ګواښ رامنځ ته شو چې له سوسیال دیموکرات ګوند سره د میرکل ایتلاف مات شي.
انګلا میرکل او په حکومت کې یې متحد سوسیال دیموکرات ګوند، د مهاجرت د سیاست له کبله په ټاکنو کې ډیرې څوکۍ له لاسه ورکړي چې په پایله کې یې پارلمان ته د آلمان له پاره بدیل ګوند له ۱۲ سنله رایې سره لار وموندله.
په ځانګړې توګه تر ټاکنو وروسته، د آلمان حکومت د پناه غوښتنې او مهاجرت قوانین لا پسې سخت کړي. د بیلګې په توګه د میرکل حکومت اوس په کال کې یوازې ۱۰۰۰ کسانو ته اجازه ورکوي چې په آلمان کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
په عین حال کې د پناه غوښتنلیکونو د منل کیدو کچه هم رالویدلې ده. تیر کال د ورکړل شویو غوښتنلیکونو له ډلې څخه یوازې ۳۵ سلنه یې منل شوي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه سلنه ۴۳ وه.
خو آلمان ته د رسیدونکو پناه غوښتونکو په شمیر کې د کمښت ځینې لاملونه داسې هم دي چې دغه هیواد پرې اغیزه نه لري: د بیلګې په توګه په سوریې او عراق کې په نسبې توګه د تاوتریخوالي کمیدل دي.