آلمان ته د مهاجرت قانون جوړیږي
۱۳۹۷ مرداد ۲۶, جمعهتر کلونو بحثونو وروسته، اوس داسې ښکاري چې په آلمان کې د مهاجرت يو نوی قانون د جوړيدو په حال کې دی. آلمانۍ ورځپانې «هندلزبلات» خبر ورکوي چې د دغه قانون د اصلي مواردو په اړه يو سند د وزيرانو له خوا چمتو شوی چې د اقتصاد او کار وزيرانو له خوا منل شوی دی. په پام کې ده چې دغه سند ډير ژر د آلمان دولت کابينې ته وړاندې شي.
د دغه قانون د هدف په هکله د آلمان د دولتي ائتلاف په قرار داد کې راغلي دي: «په هيواد کې متخصصو بشري قواوو ته مخ په ډيرودونکې اړتيا، بايد په شفافه توګه د مهاجرو د منلو له طريقه تنظيم کړل شي.»
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په جولای مياشت کې دغه موضوع د ائتلافي حکومت يوه «مهمه پروژه» اعلان کړه.
د مهاجرو د منلو معيارونه
د «هندلزبلات» د رپوټ په حواله، تخصص، عمر، له ژبې سره آشنايي، د يو مشخص کاري ځای تائيدي او د ژوند د لګښت له پاره مالي امکاناتو لرل به آلمان ته د مهاجرت کولو معيارونه وي.
آلمان به نور په راتلونکې کې د مسلکي او تخصصي کارکوونکو په استخدام کې خپلو اتباعو ته د لومړيتوب په نظر کې نه نيسي. په دغه امر کې به يوازې هغه کسبونه شامل نه وي چې د آلمان د کارموندنې عمومي ادارې يې د غوښتونکو شمير ډير لږ ښودلی دی، بلکه ټول کاري فرصتونه په کې شامل دي.
د «هندلزبلات» د رپوټ په حواله، په دغه سند کې د آلمان د کار د وزير هوبرتوس هایل درخواست په نظر کې نيول شوی دی: د آلمان دولت غواړي متخصصو کسانو ته په آلمان کې د کارموندنې په موخه حتی په داسې وخت کې آلمان ته د سفر موقتي ويزې ورکړي، چې لا ورته یو مشخص کاري فرصت پيدا شوی نه وي. په اوس وخت کې آلمان ته د نمونې په توګه د داخليدو دا ډول اجازه، د پوهنتون او ښوونځيو فارغانو ته ورکول کيږي.
د مهاجرت موضوع په تړاو له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: