اخراج شوي افغان مهاجر آلمان ته تر راوستلو وروسته بيا رد شوی
۱۳۹۶ اسفند ۱۲, شنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، د حشمت الله ف په نوم افغان مهاجر د پناه غوښتنه څو ځلې په آلمان کې رد شوې وه، هغه چې افغانستان ته تر اخراج وروسته بيا د يوې آلمانۍ محکمې په حکم آلمان ته راوستل شوی، اوس بيا د اخراج له خطر سره مخ دی.
د حشمت الله آلماني رضا کار مرستندوي هم يوې حکومتي رسنۍ سره په خبرو کې دا منلې ده، چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې (بامف) د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنې درخواست رد کړی دی.
د حشمت الله وکيل، مارکوس نيډووروک د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي هغه دلايل چې حشمت الله د خپلې پناه غوښتنې له پاره آلماني چارواکو ته سپارلي، آلماني چارواکو ته د «منلو وړ» نه دي واقع شوې چې له همدې کبله يې د هغه د پناه غوښتنه رد کړې ده.
حشمت الله ف د ۲۰۱۷م کال د جون په دريمه نيټه آلمان ته رسيدلی وو چې بيا يې پنځه ورځې وروسته خپل د پناه غوښتنې درخواست آلماني چارواکو ته وړاندې کړی وو.
د دبلين قانون
هغه مهال آلماني چارواکو د حشمت الله د پناه غوښتنې درخواست رد کړ او هغه يې د «دبلين تړون» پر اساس له آلمان څخه بلغاريا هيواد ته واستاوه. په بلغاريا کې هم د هغه د پناه غوښتنه رد شوه، چې په پايله کې حشمت الله بيرته افغانستان ته اخراج کړل شو. د دوبلين قانون حکم کوي چې هر مهاجر چې په لمړي ځل د اروپايي اتحاديې هر هيواد ته داخليږي، بايد د پناه غوښتنې چارې يې هماغه هيواد کې وڅيړل شي.
خو حشمت الله مخکې له هغې چې له آلمان څخه وښکل شي، د چارواکو د رد فيصلې خلاف يې محکمې ته اپيل وړاندې کړی وو. په همدې اساس، د دغه افغان مهاجر وکيل محکمې ته ويلي وو چې د اپیل پر وخت يې د موکل اخراج د قانون خلاف عمل دی.
غيرباورې ادعا
محکمې د حشمت الله د وکيل د څرګندونو پر اساس د اخراج دغه قضيه غلطه وبلله او آلمان ته يې د حشمت الله د بيرته راوستلو حکم صادر کړ. د دغه حکم پر اساس حشمت الله ف د تيرکال په دسمبر مياشت کې بيرته آلمان ته راغی.
نوموړي د پناه غوښتنې په درخواست کې ويلي وو چې په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو سره کار کړی دی، چې له همدې بابته د طالبانو او داعش ډلې له لوري ورته د مرګ خطر موجود دی.
خو آلمانۍ محکمې اوس د هغه دغه دلايل «غيرباوري» بللي دي او په همدې دليل يې د پناه غوښتنه رد کړی دی. دا چې دا ځل به حشمت الله ف سره څه کيږي له په بشپړه توګه څرګنده نه ده.
په اړونده موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: