آلمان تر ۹۰ ډیر شکمن کسان اخراج کړي دي
۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبهد آلماني ورځپاڼې«دیر شپیګل» په حواله په ۲۰۱۶م کال کې په برلين کې د لارۍ موټر په وسیله د کریسمس پر مارکیټ تر برید وروسته آلمان ۹۰ داسې کسان اخراج کړي دي چې پر هغو د ترهګریز برید ترسره کولو د ارادې یا صلاحیت درلودلو شک موجود وو.
د شپیګل مجلې په حواله د حکومت له خوا دغه معلومات د FDP یا آزاد دیموکرات ګوند د پارلماني کمیټې د تفتیش په ځواب کې وړاندې شوي دي. په عام ډول د آلمان استخباراتي اداره د داسې کسانو په اړه معلومات راټولوي کوم چې د احتمالي ترهګریز برید یا د دغه هیواد د امنیت له پاره د خطر پيښولو شک پرې کیږي.
چارواکو د آلمان د آزاد دیموکرات ګوند د پوښتنې په ځواب کې ویلی دي په اخراج شويو کسانو کې ۴۰ سلنه یي عراقي اتباع او پاتې نور یي د ترکیي او روسیي هیوادونو اتباع یا پناه غوښتونکي ول.
همدا اوس د آلمان حکومت د ۲۲۵ شکمنو کسانو په اړه د تحقیقاتو لړۍ جاري ساتلې ده، چې کیدای شي د اخراج او یا هم له نورو قانوني اقداماتو سره مخامخ شي.
د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ میاشت کې د آلمان د FDP ګوند په غوښتنه مرکزي حکومت ویلي وو چې په آلمان کې ۷۴۵ داسې کسان موجود دي چې ممکن د داعش له ترهګریز سازمان سره اړیکې ولري.
آژانسونه/ش.ن/ا.ا