«یونان ته اخراج شوی افغان مهاجر دې بیرته آلمان ته راوستل شي»
۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبهد مونشن ښار د یوې اداري محکمې پریکړې، له یونان او هسپانیي سره د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت موافقه تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. د محکمې د پریکړې له مخې آلمان باید هغه افغان پناه غوښتونکی چې څو میاشتې مخکې یي یونان ته اخراج کړی وو بیرته آلمان ته را وغواړي.
د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» ویلي دي چې دغه پناه غوښتونکی یو افغان دی چې پولیسو هغه د روان کال په می میاشت کې د اتريش او آلمان په سرحد کې په اورګاډي کې تر نیولو وروسته بیرته یونان ته استولی وو.
دغه پناه غوښتونکی له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې په یونان کې د اخراجیدونکو پناه غوښتونکو له پاره ځانګړي شوي مرکز کې ساتل شوی.
د مونشن محکمې ویلي دي چې د نوموړي افغان پناه غوښتونکي قانوني حق تلف شوی دی او د پولیسو په چلن کې ابهامات موجود دي. او په دې اړه یي د کډوالو له پاره د آلمان له فدرالي ادارې څخه قانع کونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د مونشن د محکمې اساسي پوښتنه دا وه چې سره له دې چې آلمان له یونان سره ګډه پوله نه لري، نو ولی د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو مسئولیت د آلمان پولیسو ته سپارل شوی دی؟
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې له یونان سره موافقه یو قانوني کار دی او د آلمان پولیسو هم د همدې موافقې په اساس د مهاجرو د بیرته ستنولو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د نوموړي وزارت په حواله په تیر یوه کال کې ۲۹ تنه د همدې موافقې په اساس یونان ته او دوه تنه نور هسپانیي ته بیرته استول شوي وو.
دا د هغې موافقې پر ضد لومړنی قضایي پریکړه ده چې د ۲۰۱۸ م کال په دوبي کې لاسلیک شوی وه. د دې موافقې په اساس آلمان کولی شي هغه پناه غوښتونکي چې مخکې تر دې یي په یونان یا هسپانیي کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی وي، خو له سویلي سرحدونو د لارې یي آلمان ته ځان رسولی وي، په ۴۸ ساعتونو کې بیرته لومړني هیواد ته یي واستوي.
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر له دې طرحې سره موافقه نه وه. د همدې طرحې پر سر رامنځته شوی جنجال له ائتلافي حکومت څخه د زیهوفر د وتلو تر ګواښ پورې ورسید.
د زیهوفر په مشرۍ مسیحي سوسیال ګوند د لسیزو راهیسې د آلمان په سویلی ایالت بایرن کې اکثریت لري او زیهوفر ویلي وو که له میرکل سره موافقې ته ونه رسیږي، په یو جانبه ډول به د آلمان جنوبي سرحدونه کنترول کړي.
آژانسونه/ش.ن/ا.ا