1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان بايد د رد سوو افغان مهاجرو دوسيې بيا وڅېړي»

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازيول د آلمان د مهاجرو چارو پر ځانگړي ادارې نيوکي کړي دي. دغه سازمان ويلي دي چي د دغي ادارې تېروتنې د مهاجرو په زيان تمامي سوي دي.

https://p.dw.com/p/2eOti
Bundesamts für Migration und Flüchtlinge Entscheider
انځور: picture alliance/dpa/F. von Erichsen

پرو ازيول د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتني چارو پر ځانگړي فدرالې ادارې (BAMF) تور لګوي چي ګواکي پر اداري محکمو د فشار زياتېدو لامل سوې ده.

پرو ازيول د جمعې په ورځ (۲۰۱۷ کال د جون ۹مه نېټه) په فرانکفورټ کي وويل چي د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو په راتلونکې غونډه کي بايد «د پريکړو پر مهال د بيړي له کبله د BAMF د تېروتنو پر ضد دريځ ونيول سي.» پتېيل سوې ده چي د ايالتي د کورنيو چارو وزيرانو د دوشنبې په ورځ غونډه وکړي. پرو ازيول غوښتنه کړې ده چي بايد د هغو افغانانو دوسيې بيا له سره وڅېړل سي چي د پناه غوښتنه يې رد سوې ده.

ياد سازمان د آلمان د ايالتونو پر چارواکو ږغ وکړ چي په ګډه پر دې سره سلا سي، چي افغانستان ته د د افغان مهاجرو په بېرته لېږد کي به برخه نه اخلي او د دغې پروسې څخه پرېکون اعلانوي.

د دغه سازمان په وينا د افغانستان «ډېر» خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره يوازي په مؤقتي توګه د اخراج درول کفايت نه کوي.

د مهاجرو د ملاتړ دغه سازمان ويلي دي چي د ۲۰۱۷م کال په لومړيو درو مياشتو کي په ټول آلمان کي مهاجرو د خپلي پناه غوښتني د فيصلې پر ضد په ۹۷ زره مواردو کي محکمو ته مراجعه سوې ده.

دوی زياته کړې ده چي په ۲۰۱۶م کال د دغو عريضو شمېر تقريبا ۱۸۱ زره وو. د مهاجرو دغه پلوي سازمان د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان پر فدرالي ادارې تور لګولی دی چي «له غلطيو ډکو فيصلو له کبله پر عدليې د فشار د زياتېدو لامل سوې ده.» پرو ازيول ويلي دي چي په محکمو کي د دغو قضيو د مصارفو بار د آلمان د ايالتونو پر اوږو دی.

دوی دغه راز نيوکي کړي دي چي د مهاجرت اداره د دې پر ځای چي ستونزو ته پخپله يو حل ولټوي، عدليې ته يې لېږي. «د پناه غوښتنې په موضوع کي د ماهرو قاضيانو زیات کمښت دی.» د دغه سازمان په وينا دا د BAMF وظيفه ده چي ځان داسي پوره کړي چي پخپله وکولای سي دا معلومه کړي چي د پناه غوښتونکو د هجرت لاملونه څه دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی دی چي د ډيرو مهاجرو د پناه غوښتنه ردول به د دې لامل نه سي چي ډېر مهاجر له آلمان څخه اخراج کړل سي. د دوی په وينا البته د ډيرو مهاجرو د پناه غوښتنو ردېدل به د هغو پناه غوښتونکو په ادغام کي لويي ستونزي رامنځ ته کړي چي تر زيات وخت پوري په آلمان کي اوسيږي.

زياته سوې ده چي همدا وجه وه چي په تيرو کلونو کي د مهاجرو د پاتېدو له پاره قواعد جوړ کړل سول. د مهاجرو د ملاتړ دغه سازمان د دبلن تړون د پنځم تعديل څخه هم خبرداری ورکړی دی. دوی ويلي دي چي له داسي يو تعديل څخه بايد صرف نظر وسي چي د پناه غوښتني د دوسيو په څېړنه کي د غړو دولتونو مکلفيت په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه له منځه وړي.