1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان - «اوس هم د پناه غوښتنې دوسيو څيړل ډير وخت نيسي»

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

د آلمان د ښارونو او سيمو ټولنه په دې آند ده چې د آلمان په مهاجرت اداره (بامف) کې د رامنځته شويو اصلاحاتو سربيره، لاهم د مهاجرو د پناه غوښتنې پر دوسيو څيړنې، ډير وخت نيسي.

https://p.dw.com/p/2vdmD
Bundesamts für Migration und Flüchtlinge Entscheider
انځور د دويچه ويله له آرشيف څخهانځور: picture alliance/dpa/F. von Erichsen

د آلمان د ناحيو اتحاديو د ټولنې مدير، هلموت ديدي وويل: «دغه کار په ځانګړې توګه د هغو دوسيو په رسيدګۍ کې صدق کوي، کوم چې په اصطلاح له پخوا شاته لويدلي دي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وايي: «ځکه خو د فدرالي آلمان د مهاجرت له ادارې څخه غوښتل کيږي تر څو د پناه غوښتنې دوسيو ته د رسيدګۍ بهير ته په چټکۍ سره ادامه ورکړي، پرته له دې چې د تصميم نيونو په کيفيت ته کموالی ورکړي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر چې د بايرن مسيحي سوسيال ګوند څخه دی، د جمعې ورځ تر غرمې وروسته يې په نورنبرګ ايالت کې د بامف د فدرال له ادارې څخه ليدنه وکړه. سربيره پر دې چې اوس د پناه غوښتنې درخواستونو د سپارلو بهير مخ په کميدو دی، د درخواستونو څيړل په اوسط ډول ۹،۴ مياشتې وخت نيسي. که زړې او هغه دوسيې چې ډیر او سخت کار ته اړتيا لري په نظر کې ونه نيول شي، په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو کې د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسيو ته د رسیدګۍ اوسط وخت ۲،۹ مياشتې دی.
 

اخراج له پاره لا ډيرې هڅې

زیهوفر په وروستيو کې د رد شويو مهاجرو د چټک اخراج بحث په لاره اچولی دی. له دې نه علاوه هغه دا هم ويلي دي چې د اخراج موانع بايد وپيژندل شي او بيا يې په اړه تصميم ونيول شي چې په کومو برخو کې قوانین اصلاح شي،  د مبدا هیوادونو سره توافقات لاسليک او تر څنګ ايالتونه او د اخراج چارواکي بايد په دې برخه کې مرسته ترلاسه کړي.
په پام کې ده چې د آلمان فدرالي اداره په دې برخه کې لا ډير مسئوليتونه پر غاړه واخلي.

CSU Innenminister Horst Seehofer - Familiennachzug
د آلمان د کورنيو چارو نوی وزير هورست زيهوفرانځور: Imago/R. Unkel

ديدي دې ته هم اشاره وکړه چې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې د پناه غوښتنو د لوړ شمير په دليل، د مهاجرت ادارې د تصميم نيونې په اړه شکايتونه هم په پراخه کچه زيات شوي دي.

د مهاجرو مالي لګښتونه

دغه موضوع په دې دليل ناحيې تر مالي فشار لاندې نيسي، چې يوازې تر هغه وخته پورې چې د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسيې تر څيړنې لاندې وي، ناحيو ته د هغو لګښت ورکول کيږي. وروسته له هغې چې پناه غوښتونکی رد کیږي، تر هغه وخته چې د محکمې حکم ته منتظر وي لګښت يې د ناحيو له لوري ورکول کيږي چې مرکزي حکومت بيا دغه لګښت په غاړه نه اخلي.

د ناحيو د اتحاديې ټولنه په اصل د پناه غوښتنې درخواستونو ته د رسیدګۍ په برخه کې د هغو کاري چټکيا له رامنځ ته کيدو څخه هرکلی کوي کوم چې په ۲۰۱۶م کال کې پيل شوي دي. د دغې اتحاديې مدير هلموت ديدي وايي: «د ناحيو له پاره دا ډيره اړينه ده تر څو د مهاجرت پديده په ډيره ښه توګه مديريت شي. دا کار نه يوازې د ناحيو په ګټه دی، بلکه د پناه غوښتونکو په ګټه هم ده چې د امکان تر حده په چټکۍ سره د خپلې اقامې د څرنګوالي په اړه معلومات په لاس راوړي.»

DPA/pa/af/ م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: