1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی پوليس د پناه غوښتونکو په احتمالي شکنجه تورن سوی

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

د آلمان د فدرالي پوليسو يو چارواکی د يو افغان او يو مراکشي پناه غوښتونکي په احتمالي شکنجه کولو تورن سوی دی. د تور له مخي دغه پوليس د ربړوني په تړاو خپلې تبصرې او عکسونه ټولنيزو رسنيو ته هم لېږلې ول.

https://p.dw.com/p/1FRH2
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

لوی څارنوال توماس کلينګه، په هانوور ښار کي ويلي دي چي د فدرال پوليسو د یوه چارواکي پر ضد يې تحقيقات پېل کړي دي. د نوموړي په وينا پر دغه کس د جسمي جراحت او د رسمي دندي پر وخت د وسلو له قانون څخه د سرغړونې تورونه لګول سوي دي. د «نارد دويچه روندفونک» نومي آلمانۍ رسنۍ په خپلو ژورنالستيکي پلټونو کي داسي شواهد موندلي ول، چي له مخي يې تېر کال د پوليسو په توقيف کي پناه غوښتونکي د شکنجو سره مخامخ سوي دي.

د آلمان فدرال پوليس چي تر ۲۰۰۵ کال پوري ورته د پوله ساتي پوليسو خطاب کېده، د يو شمېر نورو وظايفو تر څنګ د ويزې او د پناه غوښتني په ډګرونو کي هم دندي پر غاړه لري.

د لګول سوو تورونو له مخي د افغانستان يو ۱۹ کلن پناه غوښتونکی د يو فررالي پوليس له خوا خفه کړل سوی، په پښو کي يې زولنې وراچول سوي او د پوليسو په سټېشن کي پر مځکه کشول سوی دی. په يوه بله قضيه کي شک کيږي چي يو بل ۱۹ کلن مسلمان مراکشی ځوان د پوليس له خوا تحقیر سوی او ورته د خنځير خوسا يا وروسته غوښه د خوړلو له پاره ورکول سوې ده.

لنډ تلیفوني پیغامونه او انځورونه د اسنادو په توگه

د تورونو له مخي د پناه غوښتونکو د ربړونې دغه دوې قضيې د آلمان د هانوور ښار مرکزي اورګاډي تم ځای ته نزدې د پوليسو په قومندانۍ کي رامنځ ته سوي دي. د NDR رسنۍ د پلټونو له مخي تورن پوليس چارواکي د ربړونۍ او تحقیر انځورونه په خپل موبايل اخيستي او هغه يې د تبصرو سره ټوليزو شبکو ته لېږلي دي.

په دې ترڅ کي په «وټس اپ» شبکه کي تورن کس د افغان پناه غوښتونکي په هکله داسې متن لېږلی دی: «لري مي وواهه. يو افغان دی، دخولي ویزه نه لري. ما خپلي ګوتي د هغه په سپږمو کې ورننه ايستلې. هغه مي خفه کړ. ډېر خوندور کار وو. پښو کې مې ځولنې ورواچولې اود توقیف کوټې پر مځکه کش کړ. ډېر خوند يې وکړ.»

د NDR رسنۍ په خپل تلويزيوني راپور کي يو داسي انځور خپور کړی دی، چي پکښي ښوول کيږي چي يو ځوان پر مځکه په غېر طبعي حالت کي پروت او لاسونه يې تر شا په ځولنو تړلي دي. د دغه ځوان د څېرې د تأثر څخه داسي معلوميږي لکه له دردونو څخه چي په عذاب وي.

د تورونو له مخي دغه انځور د هغه مراکشي ځوان دی، چي د فدرالي پولیس چارواکي له لوري ورته د خنځير خوسا غوښه د خوړلو له پاره ورکول سوې وه. په دغه انځور کي د دوو چارواکو بوټونو تر سترګو کيږي. يادي رسنۍ په خپل راپور کي پوښتنه کړې ده چي ايا په دغه قضيه کي صرف يو چارواکی ښکېل دی او که زيات؟

د تور له مخي تورن پوليس چارواکي د مراکشي ځوان په هکله له خپل ټليفون څخه دغه ليکل سوی پيغام لېږلی وو: «یو مراکشی دی. هغه مي در سپين کړ. فلانکي (مشر چارواکی) وويل چي د دغه ږغونه يې لوړ اورېدلي ول او دا چي داسي يې سلګۍ وهلې لکه خنځير. بيا دغه حرامي د پسخورده خنځير اومه غوښه چي په يخچال کي خوسا سوې وه د مځکي څخه وخوړله.»

د قربانيانو شمېر نه دی څرګند

لوی څارنوال کلينګه، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دو شاهدانو له لوري پر تورن کس د تحقیر کولو تور لګول سوی دی. هغه وويل: «موږ لا تر اوسه په دقيقه توګه نه يو خبر چي څه پېښ سوي.» د لوی څارنوال په وينا دا لا نه ده روښانه چي په دقيقه توګه د قربانيانو شمېر څو دی.

د راپورونو له مخي څارنوالۍ د تورن پوليس چارواکي شخصي اپارتمان او هم يې دفتر تلاښي کړی دی. د څارنوالۍ په وينا په دغو تلاښيو کي ثبوتونه په لاس راغلي دي. څارنوال ويلي چي د دغه ډول جدي تورونو له کبله څارنوالۍ هر څه په ډير سرعت او عجلې سره پر لاري واچوال.

پوښتنه اوس دا ده چي ايا د فدرالي پوليسو په دغه قومندانۍ کي نور چارواکي هم د دغو قضيو څخه خبر ول که څنګه؟ د تورن کس د موبايل له لوري په لېږل سوي پيغام کي د هغه د يو مشر چارواکي نوم هم ذکر سوی دی، چي ګواکي د ربړونو ږغونه يې اورېدلي ول. د يو انځور څخه څرګنديږي چي حد اقل يو بل چارواکی هم ښايي په دغه قضيه کي ښکېل وي.