آلمانی مهندس اوله شېرن، د هسکو ودانیو طراح
آلماني مهندس اوله شېرن، په آسیا کي هسکي ودانۍ طرحه کړي چې جایزې یې هم گټلي دي. دغه مهندس چې په چین کې اوسیږي، داسې ودانۍ طرحه کړي دي چې هم یې جایزې گټلي دي او هم شخړه ییزې دي.
په پیکينگ کي د دولتي تلویزون برج، د چین د مرکزي تلویزون د ادارې په توگه کار کوي. دغه ودانۍ ۴۴ پوړه لري چې د دوو اریب داره برجونو څخه جوړ دي او په قایمه زاویه باندې له یو بل سره وصل دي. دغه ودانۍ د کال د هسکي ودانۍ په توگه نومول شوې ده. آلماني مهندس اوله شېرن، د دغه ودانۍ چې له ښیښو او فولادو څخه جوړه شوی ده طراح دی.
اوله شېرن چې ۴۲ کاله عمر لري، په لندن کې زده کړي کړي دي او د خپل عمر د شل کلنۍ په دوره کې یې له مخکښ مهندس رم کولهاس، سره کار کړی دی. شېرن چې اصلي په چین کې اوسیږي او د ودانیو طرحې جوړوي. په همدې دلیل د هغه یو شمیر منتقدین هغه «د شر د امپراتورۍ د مهندس» په توگه یادوي او دا پوښتنه مطرح کوي چې د داسې یوه رژیم له پاره د ودانیو طرحې وړاندي کول چې د اخلاقي لحاضه شخړه ییز دی، سم کار دی؟
شېرن خپلو ودانیو ته د بدلون د یادگار په سترگه گوري چې په کرار کرار، لویدیځ ته د چین د پرانیستلو څرگندوی دي. د چین د ملي تلویزون پر برج باندي ښیښې منظره د بیلگې په توگه په چین کې د شفافیت سمبول دی. د رسنیو د نړۍ دغه ستر مرکز د ۱۴۰۰۰ کارکوونکي کوربه او د سیلانیانو ځای دی. د شېرن له پاره «حلقه» چې دغه دواړه برجونه سره نښلوي له لویدیځ سره په ډیالوگ یا خبرو اترو کې د چین د ونډې اخیستو په معنی ده.
شېرن، په خپلو طرحو کې «مینیمالست» دی، یعنې د یوه شکل او یا فورم سادگۍ ته اهمیت قایل دی. هغه اوس د مالیزیا په پلازمېنه کوالا لامپور کې د «انگ کاسا رایا» په نوم هسکه ودانۍ جوړوي چې د نړۍ د مشهور برج «پیتروناس» ښی اړخ ته به څرمه جوړه شي. دغه ودانۍ چي دفترونه او هوټل به پکښې وي، داسې یوې مجسمې ته ورته والی لري چې تر آسمانه رسیږي.
اوله شېرن وایي: «ښه مهندس تل د چاپیریال هنداره ده.» له همدې امله د مالیزیا د نباتاتو په پام کې نیولو سره به د دغې هسکې ودانۍ په یو شمیر پوړونو کې حاره یي باغونه هم وي. پر دې سربیره په دغه ودانۍ کې د بارونو تر څنگ د یوه عصري مسجد جوړیدل هم په نظر کې نیول شوي دي. په دغه هیواد کې د مالیزیانو تر څنگ، چینایان او هندي اقليت هم ژوند کوي.
په تایلنډ کې دغه ښیښي برج په ۲۰۱۶م کال کې بشپړیږي. دغه ودانۍ چې «مها ناکهون» نومیږي، ۷۷ پوړه به ولري او د بانکوک هسکه ودانۍ به وي.
د «مها ناکهون» په نوم ودانۍ به د سترو اپارتمانونو یو مجتمع وي. د اوسیدنې جلا برخه به د دباندي پر لور راوتلي وي. د اپارتمان په داخل کې به اوسیدونکي په بانکوک ښار کې یوه شان د لامبو وهلو احساس کوي. د دغي عصري او پیچلې پروژې له امله پر شېرن باندې انتقاد شوی دی چې د «شتمنو خدمتگار دی.»
دغه ودانۍ د سینگاپور په اطرافو کې د هغو خلکو له پاره په نظر کې نیول شوې ده چې لږ عاید لري. شېرن په دغه ودانۍ کي ۳۱ بلاکه په نظر کې نیولي دي.
شیرن په خپل کار کي يوازي د پرمختګ پر لور حرکت کوي. تر اوسه د هغه یوازنۍ ناکامه پروژه د پیکينگ د کتابونو ودانۍ ده. په پام کې وه چې د نړۍ د کتابونو ستر پلورنځای چې د فوټبال د ۱۵ لوبغالو په اندازه وو طرحه کړی وو. خو د چین واکمنو د دغې پروژې د جوړولو اجازه ور نه کړه.