1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ژبپوه ته د افغانستان دولتي مډال ورکړل شو

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر سبستيان هاينه ته «د افغانستان د ژبو او فرهنګ په اړه د دوی د غوره او قدر وړ څېړنو» په موخه د سيد جمال الدين افغان دولتي نښان ورکړل شو.

https://p.dw.com/p/3UkOQ
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

ځوان آلماني ژبپوه او ختيځ پېژندونکي سبستيان هاينه ته د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۲مه) د افغانستان د ولسمشر، محمد اشرف غني له خوا د سيد جمال الدين افغان په نوم دولتي نښان ورکړل شو. دغه مراسم د چهارچنار په ماڼۍ کې نيول شوي ول چې دولتي چارواکو او پوهانو هم پکې ګډون کړی وو. 
د ولسمشر د فرهنګي او علمي چارو سلاکار لال پاچا ازمون د دغو پوهانو له ډلې څخه دی چې افغانستان ته د ښاغلي هاينه د بلنې تر څنګ يې افغان محصلينو ته د علمي سفرونو زمينه هم مساعده کړې ده. د دغو مراسمو له کبله د ولسمشر يو فرمان هم صادر شوی دی چې پکې د ژبپوه سبستيان هاينه لاسته راوړنې او علمي څېړنې هم يادې شوې دي. د دغه فرمان له مخې هاينه د پښتو تر څنګ په دري (فارسي)، ازبکي، پشه يي، بلوڅي او پاميري ژبو باندې هم څېړنې کړې دي.
په ټولنيزو رسنيو کې ځوان آلماني ژبپوه ته د مډال د ورکولو په هکله ډېر غبرګونونه ښوول کيږي چې ډېری کاروونکي يې نوموړي ته مبارکي وايي او د هغه د لاسته راوړنو ستاينه کوي. خو يوازې دغه پوښتنه چې نوموړی اصلاً په څو ژبو پوهيږي، لاځوابه پاته ده. ځينې يې د ژبو وړتيا ۱۲ او نور يې حتی له ۲۲ ژبو څخه زياته ښيي. په ټولنیزو رسنیو همدا راز هغه ويډيوګانې هم لاس په لاس کيږي چې هاينه پکې په روانه پښتو د دغې ژبې د تاريخ او ګرامر په هکله څرګندونې کوي. ولسمشر غني خپله هم د وياړنې په دغو مراسمو کې حاضر وو او د علومو د اکاډمۍ پر اوسنۍ بڼې يې د انتقاد تر څنګ، په ياد بنسټ کې اساسي بدلونونه هم وغوښتل. 
 
د افغانستان د ژبو د څېړنې تاريخچه

د يادونې وړ ده چې د شاه امان الله خان په دوره کې نارويژي ژبپوه، ګېورګ مورګن ستيرنه افغانستان ته سفر کړی وو او د افغانستان د بېلابېلو ژبو د څېړنې تر څنګ يې په تېره د پښتو ژبې په هکله ډېرې په زړه پورې نوې خبرې کشف کړې وې. د دغو هڅو او د ډېرو نورو پوهانو له خوا د دغو موادو د بياکتنې په نتيجه کې د پښتو د رېښې پېژندنې کتاب (New Etymological vocabulary of Pashto) هم په ۲۰۰۳ کال کې چاپ ته رسېدلی دی. 
د مورګن ستيرنه د رېښې پېژندنې لومړی کتاب تر مخه هم په ۱۹۲۷م کال کې چاپ شوی وو. مورګن ستيرنه د پاميري ژبو، نورستاني ژبو او د افغانستان د ډېرو نورو وړو ژبو لکه ساوي، واټه پوري او د بدخشان د پاميري ژبو له جملې څخه د زېباکي، واخي، شُغني، برتنګي او نورو ژبو په اړه څېړنې کړې وې. د هغه تر مخه په ۱۸۹۳م کال کې آلماني ژبپوه ويلهلم ګايګر په خپل ژبپوهنيز اثر «د افغاني ژبې د رېښې پېژندنه او غږپوهنه» (Etymologie und Lautlehre des Afghanischen) چې د آلمان د بايرن آيالت د هغه وخت د علومو د شاهي اکاډمۍ له خوا چاپ شوی وو، په لومړي ځل ثابته کړې وه چې پښتو نه په سامي او نه د ژبو د کورنيو په کومې بلې څانګې پورې اړه لري، بلکې يوه هندواروپايي ژبه ده او په تېره بيا د ختيځو ايراني ژبو په څانګې پورې اړه لري.
 هاينه اوس هم د پښتو د رېښې پېژندنې (Etymology) يعنې د لغتونو د اصل او سرچينې د څېړنې تکل لري چې دغسې يو اثر کېدای شي هغه تشه ډکه کړي چې د ګايګر او مورګن ستيرنه په څېر ژبپوهانو د مړينې راهيسې محسوسيږي. هاينه په دې ترتيب د پخوانو ژبپېژندونکو لکه ګايګر او مورګن ستيرنه ځای ناستی بلل کېدای شي. افغان چارواکي هيله لري چې له نورې نړۍ سره د تماسونو د پاللو، په علمي بنسټونو کې د اصلاحاتو په پلي کولو او د بهرنيو پوهانو او استادانو په راغوښتلو سره به د افغانستان د لوړو زدکړو په نظام کې شته نيمګړتياوې رفع او شاته پرېښودل شي.  
نسيم صابر/ا خ ح  

Afghanistan Buchausstellung an der Universität Kabul
د کابل پوهنتون په انګړ کې محصلين د کتابونو د نندارې پر مهالانځور: DW/Ghazanfar Adeli