آلمانان نن خپله فدرالي شورا ټاکي
۱۳۸۸ مهر ۵, یکشنبهد لويديځ او ختيځ آلمان له يو والي څخه وروسته دا پنځم ګډ پارلمان دي چي د آلمان د خلکو له خوا ټاکل کيږي.
د آلمان3,5 مليون هغه اتباع دي چي نوي اتلس کلن شوي او د لومړي ځل لپاره رايي ورکوي.
بيلا بيلو ګوندونو تر پرون ورځي پوري د خپلو انتخاباتي مبارزو له ورستيو شيبو څخه هم استفاده وکړه تر څو د خلکو رايي راخپلي کړي. د مسيحي ديموکرات مشري انګلا ميرکل چي په اوسني وخت کي لومړي وزيره ده او بيا دغه مقام ته د خپل ګوند له خوا کانديد شوي پر خپلو پلويانو پرون غږ وکړ چي نن د ورځي په ټاکنو کي له هر چا، له خپلو ملګرو، دوستانو او ګاونديانو سره وغږيږي تر څو د هغي د ګوند په پلوي رايي ورکړي:
«سبا يعني د ټاکنو په ورځ خبره په دي باندي ده چي مونږ يو غښتلي ګوند وګرځو ، زه وايم چي مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي ګوندونه يو ډير غښتل اتحاد دي چي کولاي شي په آلمان کي يو نوي ايتلافي حکومت جوړ کړي، دا ځکه چي مونږ د ټولني په منځ کي ځاي لرو او د هغي جسم جوړو.»
مېرمن مرکل په خپًلي انتخاباتي مبارزي کي اعلان کړي دي چي هغه به له مسيحي سوسيال او د ليبرال ديموکرات يا اف دي پي، چي مشري د ګويدو وستر ويلي په غاړه ده، يو نوي ايتلافي حکومت جوړ کړي. په دي هکله له دغو دواړو ګوندونو سره يي خبري کړي دي.
وستر ويلي د خپلي انتخاباتي مباررزی په وروستي غونډه کي پرون وويل:
« څوک چي اف دي پي وټاکي هغه به د منځني لاري يو حکومت وټاکي، هغه يو حکومت چي له Union (مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال) او د ليبرال ديموکرات له ګوندونو څخه جوړ شوي وي. هغه يو حکومت چي کولاي شي په دي هيواد کي اقتصادي ستونزي حل کړي او ټولنيز عدالت ټينګ ګړي. »
د ليبرال ديموکرات ګوند او د اوسني لومړي وزيري ميرمن مرکل د ګوند تر منځ د يو ايتلاف پر خلاف د سوسيال ديموکرات د ګوند کانديد، والتر شتاين ماير چي په اوسني وخت کي د بهرنيو چارو وزير دي، د مخالفت غږ پورته کړ او په دي عقيده دي چي دغسي يو ايتلاف د آلمان هغه ستونزي بيرته راژوندي کوي چي په 1990 لسيزه کي درلودي. شتاين ماير د خپلي انتخاباتي مبارزي په وروستي غونده کي وويل:
« ميرمن مرکل خپل تصميم ونيو. هغه غواړي چي له ژيړو يعني ليبرال ديموکراتانو سره يو ځاي شي. دا يو شاتګ دي ، هغه يو شاتګ چي دا هيواد بيرته 1990 لسيزي ته ټيلوهي، دوي د ماليي د کمولو ادعاوي کوي، خو زه وايم چي دوي زمونږهيواد له سختو ستونزو سره مخامخ کوي، او مونږ بايد د هغوي مخه ونيسو.»
د آلمان د شنو د ګوند يو مشر، يورګين ترتين چي غواړي د امکان په صورت کي د شتاين ماير د سوسيال ديموکرات سره ايتلاف وکړي، نه يواځي د تورو او ژيرو يعني د مسيحي ديموکرات او د ليبرال ديموکرات د ګوندو د يو ايتلاف په مخالفت خبري وکړي، بلکه دا هم نه غواړي په آلمان کي بيرته يو ستر ايتلافي حکومت چي تراوسه پوري د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات دګوندونو ترمنح ؤ ، بيرته په دي هيواد کي واکمن شي:
« مونږد ګروينن يعني د شنو ګوند غواړو چي د تورو او ژيرو د ګوندونو د ايتلاف مخه ونيسو. همدا راز مونږ غواړو چي اوسني ستر ايتلاف ته هم خاتمه ورکړو. مونږ په دي بارو يو چي د اوسني کړکيچ د حل لاره دا ده چي په چاپيريال ساتني په اقليم ساتني او په ښووني او رزوني کي پانګي واچولي شي. له دي لاري کولاي شو چي يو مليونه کارونه پيدا کړو».
د آلمان کين اړخي ګوند چي په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت سره هم مخالفت لري د آلمان د اوسني کړيکچ لپاره واکمن ستر ايتلافي حکومت ګرم ګني. د هغه ګوند مشر اوسکار لفانتين وويل:
« ډير نښي نښاني موجود دي چي تور و ژير يعني مسيحي ديموکرات ، مسيحي سوسيال او ليبرال ديموکرات ګوندونه اکثريت لاس نه راوړي. او دا ښه ده . ځکه هغه ګوندونه بايد بيرته په قردت را نه شي چي د دي هيواد د ستونزو لامل شوي دي.»
دا د آلمان د مختلفونو ګوندونو د انتخاباتي مبارزو وروستي شعارونه ؤ دا چي کوم ګوند به رښتيا هم په خپل شعارونو سره د آلمان راي ورکوني قانع کړي وي، نتايج يي د سيمي په وخت نن ماښام معلوميري چي په راتلونکو خپرونو کي هرمرو تاسو ته معلومات درکوو.
mm / ZDF/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل