آريل شارون سبا خاورو ته سپارل کيږي
۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبهد اسراييلو پوځي راډیو اعلان کړی دی چي پارلمان به د دوشنبې په ورځ سهار د پخواني لومړی وزير آريل شارون د وير مراسم ترسره او د هغه له مړي سره به د خدای پاماني وکړي. د هغه د ښخولو مراسم به بيا تر غرمې وروسته د دغه هيواد په جنوب کي ترسره سي.
شارون د شنبې په ورځ د تل ابيب په يوه روغتون کي مړ سو. دغه ۸۵ کلن سياستوال د ۲۰۰۶ کال له جنورۍ مياشتي راهيسي د مغزي سکتې له امله په کوما کي وو.
نړيوال غبرګونونه
د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي: «زه او ميشل د زړه له کومي د اسرييلو د پخواني لومړي وزير کورنۍ او د دغه هيواد وګړو ته د يوه داسي کس د مړيني په خاطر تسليت وايو چي خپل ټول ژوند يې د اسراييلو دولت ته وقف کړی وو.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون آريل شارون د خپل هیواد «اتل» بللی دی او ويلي يې دي چي «هغه به له هغه تاريخي تصميم سره چي له غزې تراډي څخه يې اسراييلي عسکر راوايستل په ياد پاته سي.»
د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون ويلي دي چي «اسراييلو نن خپل يو له ډېرو مهمو رهبرانو څخه له لاسه ورکړی دی؛ هغه چا چي په خپل ژوند کي د سولي له پاره په ډېري مېړاني سره جنجالي قضيې حل کړي دي.»
د اسراييلو پخوانی لومړی وزير آريل شارون د بدن د څو غړو له تر کاره لوېدو وروسته د تل ابيب په يوه روغتون کي مړ سوی دی. د نوي کال له پيل راهيسي د شارون وضعيت ورځ تر بلي خرابېدی. شارون دوه زامن او څو لمسيان لرل. د هغه کورنۍ له يوې اونۍ راهیسي په روغتون کي د هغه د بستر بغل ته ناسته وه.
شارون چي د ۱۹۲۸ کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه د فلسطين په هغه سيمه کي چي د بريتانيا د ماموريت په چوکاټ کي وه د سپيني روسيې په يوه يهودي مهاجره کورنۍ کي زېږېدلی وو، د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ مياشتي له ۴ نېټې راهيسي د مغزي سکتې له مله په کوما کي وو او بيا راويښ نه سو.
له غزې تراډي څخه وتل
د پوځ دغه پخوانی جنرال چي د خپل ژوندليک نوم يې «جنګيالی» ايښي دی په ۲۰۰۱ مېلادي کال کي د اسراييلو د محافظه کاره ګوند ليکود له خوا د دغه هيواد لومړی وزير وټاکل سو.
له هغه وروسته چي شارون په فلسطيني سيمو کي د اسراييلو د کورونوجوړولو سياست ملاتړ وکړ، په ۲۰۰۳ کال کي تر بيا ټاکل کېدو وروسته يې ناببره په خپل هدف کي بدلون راوست او د فلسطین له ځينو سيمو څخه يې د «يو اړخيز بېلتون» په نامه هدف تعقيب کړ. په ۲۰۰۵ کال کي هغه له غزې تراډي څخه اسراييلي عسکر راوايستل او هلته يې د يهوديانو له پاره د ښارګوټو جوړولو پروسه بنده کړه.
شارون له هغه وروسته چي په ليکود ګوند کي يې خپله مشري له لاسه ورکړه تر خپلي مغزي سکتې ۶ اوونۍ دمخه يې د ۲۰۰۵ کال په نوومبر مياشت کي د «کاديما» په نوم يو بل ګوند جوړ کړ.
«بولدوزر» يا «قصاب»
له دې سره سره چي آريل شارون د منځني ختيځ په تاوتريخوالي کي د جوړجاړي له پاره شوه راوړه، فلسطينيانو او عربي هيوادونو په دغه قضيه کي د هغه رول منفي انګېره. په داسي حال کي چي اسراييلي رسنيو شارون ته د هغه سياسي تګلاري او قد و اندام ته په کتو سره د «بولدوزر» مستعار نوم ورکړ، يو شمېر عربانو بيا هغه د «بيروت قصاب» نوماوه.
دوی وای کله چي شارون په ۱۹۸۲ کال کي د اسراييلو د دفاع وزير وو، نو د اسراييلو د ځواک تر سترګو لاندي په لبنان کي د فلسطيني مهاجرو پر کمپونو «صبرا» او «شتيلا» باندي د لبنان د مسيحي ياغيانو له خوا قتل عام تر سره سو.