1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري د دویم ځل له پاره له نوماندانو سره ولیدل

مسعود جهش (Reuters, AP, AFP)۱۳۹۳ تیر ۲۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د دویمې ورځې له پاره هم ولسمشري ته له افغان نوماندانو سره ولیدل ترڅو د افغانستان ټاکنیز کړکیچ ته د حل یوه لار وموندي.

https://p.dw.com/p/1CbfS
انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، چې د جمعې په ورځ افغانستان ته ورسید د دویمې ورځې له پاره هم له افغان ولسمشریزو نوماندانو اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله سره ولیدل. هغه تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم ورته لیدنې کتنې کړې وې. پلان شوې ده چې کیري به د جمعې په ورځ همدارزا له ولسمشر کرزي سره وویني.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پر سر جنجالونه روان دي. که څه هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې پایلې ښيي چې اشرف غني احمدزی تر عبدالله عبدالله مخکښه دی، خو عبدالله ادعا کوي چې اصلي گټونکی هغه دی او دا چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوې دي.

د ملگرو ملتونو له خوا څیړنه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د ملگرو ملتونو په مرسته د رایو تر تفتیش مخکې باید د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان نه شي. دې هیواد همداراز له نوماندانو څخه غوښتي دي چې د لومړنیو پایلو پر اساس ځانونه بریالي اعلان نه کړي او د څیړنو پایلو ته په تمه پاتې شي.

جان کیري د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې د سیاسي لیږد له پاره ټاکنو قانونیت اړین دي.

خراب امنیتي وضعیت

په داسې حال کې چې د افغانستان ټاکنیز کړکیچ د ژوریدو په حال کې دی، وسله والو طالبانو پر افغان حکومت باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د شنبې په ورځ هم د سړک د غاړې د یوه ماین له کبله لږ تر لږه اتو تنو ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبان ډیر وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو له پاره د سړک د غاړې ماینونه کاروي.

د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ په حواله د ۲۰۱۴ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په روانه جگړه کې د تیر کال همدې موده په پرتله ۲۴ سلنه ملکي تلفات ډیر شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب