1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېري د عبدالله او اشرف غني سره جلا جلا وليدل

آژانسونه / سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۲۰, جمعه

جان کیري، د جمعې په شپه کابل ته ورسید او په دغه هیواد کې د روان سیاسي کړکیچ د پای ته رسولو له پاره خپل ستونزمن سفر پیل کړ. هغه تر اوسه د ملگرو ملتونو له استازي ولسمشر کرزي، اشرف غني او عبدالله سره لیدلي.

https://p.dw.com/p/1CbD9
انځور: Reuters

کیري د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي یان کوبیس سره په کابل د متحده ایالاتو په سفارت کې له لیدنې کتنې وروسته وویل: « ښکاره ده چې مونږ په افغانستان کې په یوه ډېره سخته شیبه کې قرار لرو.» هغه یادونه وکړه: « د ټاکنو مشروعیت تر آزموینې لاندي دی. د انتقال د پیاوړتیا راتلونکی تر آزموینې لاندې دی. نو په دې وجه ډیر زیات کار مو په مخکي پروت دی.»

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر د معلوماتو له مخې افغان ولسمشر حامد کرزي او جان کیري د جمعې په ورځ لیدلي دي. د ولسمشرۍ دفتر د خبر پاڼې له مخې کرزي له کیري سره د لیدنې کتنې پر مهال پر دې خبره ټینگار کړی دی د ټاکنیز کړکیچ څخه د راوتلو له پاره د هر رنگه حل لارې چې د افغانستان د قانوني مراجعو او د ولسمشرۍ له نوماندانو سره په تفاهم تر سره شي، ورته د منلو وړ ده.

د ولسمشرۍ دفتر زیاتوي: «ولسمشر کرزي په دې اړه د ملگرو ملتونو نقش تائید کړی دی او پر دې خبره یې یو ځل بیا ټینگار کړی دی چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د ټاکل شوي مهال ویش له مخې یعنې د ۱۳۹۳ کال د اسد پر یوولسمه نیټه تر سره شي او د هغې له پاره اړین چمتووالی نیول شوی دی.»

همداشان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې د ولسمشرۍ له نوماند اشرف غني احمدزي سره هم لیدلي دي. د رپوټونو له مخې احمدزي ویلي دي د انتخاباتو پر پروسې د اعتماد د رامنځ ته کولو او د ټاکنیز کړکیچ د حل له پاره د رایو، پراخ تفتیش ته ژمن دی.

عبدالله عبدالله د کېري سره د ليدنې کتنې پر وخت ويلي دي چي « په داسي يو حساس وخت کي و افغانستان ته په راتګ سره تاسو د دغه هيواد په وړاندي خپله ژمنتيا ثابته کړې ده چي غواړئ افغانستان او د ډيموکراسۍ پروسه وژغورئ.»