1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز ولی سقوط وکړ؟

حسین سیرت۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

د طالبانو لاس ته د کندز ښار د لویدو په دویمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، وویل چې یو «غدار دښمن» له ملکی ډال څخه په استفادې سره ښار ته ننوتی دی. هغه ټینګار وکړ چې په داسې شرایطو کې حکومت د ملکیانو د ساتنې مسولیت لري.

https://p.dw.com/p/1GfMM
انځور: Getty Images/AFP

افغان امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ پر کندز ښار باندې خپل بریدونه پیل کړل خو ولسمشر غني وویل چې حکومت نه شي کولای د خلکو پر کورونو باندې بمبارۍ وکړي. هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې تر ټولو مهمه سپارښتنه د ملکی کسانو ساتنه ده.

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ تر غرمي وروسته، په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «دښمن ته سخته مرګژوبله اوښتې ده. په څو هوایي بریدونو او مخامخ نښتو کې هغوی ته مرګژوبله اوښتې ده.»

غني وویل چې د کندز سقوط باید د خلکو په منځ کې شک رامنځ ته نه کړی ځکه د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکوند همغږي دي او له خپلو خلکو او خاورې څخه د دفاع کولو توان لري: «غواړم خپلو ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړم چې کندز تر مدیریت لاندې دی. د دښمن اصلي هدف د ویرې او وحشت خپرول دي او موږ باید دغو دوو ته په خپل دهن کې ځای ور نه کړو.»

له بلې خوا د مشرانو جرګې سناتوران د کندز ښار تر سقوط یوه ورځ وروسته د دغه ولایت د والي، امنیې قومندان او نورو مسوولینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

کندز په داسې حال کې سقوط وکړ چې د دغه ولایت والي، په تاجیکستان کې دی. د والي مرستیال او نور چارواکي د طالبانو تر برید وروسته، هوایي ډګر ته ولاړل او طالب جنګیالیو وشو کولی چې له افغان ځواکونو څخه پاتې شوې ولسې او تجهیزات په خپله ګټه وکاروي.

د کندز ښار د ملي یووالي حکومت د کار له پیلیدو یو کال وروسته سقوط وکړ. سناتورانو وویل چې د کندز ښار سقوط ښيي چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د مدیریت توان نه لري.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د کندز چارواکي باید محاکمه شي: «والي، د امنیي قوماندان، د ملي اردو د لوا قوماندان او نور چارواکي باید د افغانستان د قوانینو پر اساس پوځي محکمه شي او په اشد مجازات محکوم شي. دا زموږ غوښتنه ده.»

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې اوس افغان ځواکونو د کندز د امنیې قوماندانۍ او محبس ودانۍ بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په نښتو کې طالبانو ته سخته مرګژوبله اوښتې ده.

په اعلامیه کې زیاته کې شوې ده چې طالبان پر امنیتي ځواکونو باندې د خلکو له کورونو څخه ډزې کوي، خو افغان ځواکونه بیا هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله د کندز په برید کې د حقاني شبکه او بهرني ترهګر لاس لري.

د کندز سقوط د یوې معاملې په پایله کې؟

سناتورانو ادعا کړې ده چې کندز د یوې معاملې په پایله کې د طالبانو لاس ته لویدلی دی. خو هغوی دا خبره چې دغه معامله چا او څرنګه ترسره کړې ده معلومات ور نه کړل. هعوی زیاته کړې ده چې څو میاشتې مخکې یې افغان چارواکو ته د کندز د وضعیت په اړه معلومات ورکړي وو، خو دغو چارواکو وضعیت ته پام نه وو کړی. د افغانستان د مشرانو جرګي غړي افضل شامل وویل: «ملت اوس خپل درد چا ته ووايي. په دې کې شک نه شته چې کندز هم د ډنډغوري په څیر معامله شوی دی. د ښاغلي ولسمشر او اجراییه رییس د مدیریت توان نه لري نو استعفأ دې وکړي.»

سناتورانو وویل چې طالبان پر کندز باندې تر برید مخکې د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وو او د دوشنبې په سهار یې د ښار له منځه څخه پر دولتي ودانیو باندې بریدونه وکړل.

خو د افغانستان د دفاع وزیر معصوم ستانکزي، دا خبره چې د کندز په اړه کومه معامله شوې ده رد کړه او ویې ویل چې د پولیسو په ځینو پوستو کې کیدای شي ستونزې موجودې وي چې په راتلونکې کې به روښانه شي.

د جګړې د خپریدو په اړه اندیښنه

په همدې حال کې سناتورانو وویل چې په بغلان او تخار ولایتونو کې هم یو شمیر ولسوالۍ د طالبانو له ګواښ سره مخامخې دي او دا چې که حکومت ژر اقدام و نه کړي نو لا ډیرې سیمې به د طالبانو لاس ته ولویږي.

د تخار ولایت سناتور افضل شامل، وویل چې د دغه ولایت په لږ تر لږه درو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده: «که داسې فکر کوی چې جګړه به یوازې په کندز کې پاتې شي، نو سمه نه ده. جګړه له یوې خوا د تخار په لور او له بلې خوا د بغلان په لور د پراخیدو په حال کې ده.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي، هم د سه شنبې ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې طالباو د کندز حوزې ته یو ګواښ رامنځ ته کړی دی. هغه روښانه کړه چې په بغلان، تخار او آن بدخشان ولایتونو کې هم یو شمیر سیمې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

د کندز د سقوط لاملونه

اصلي پوښتنه دا ده چې ولي کندز په ناڅاپي توګه سقوط وکړ او طالبان په اسانۍ سره ښار ته په ننوتو وتوانیدل. کله چې طالبانو په ۲۰۰۴ کال کې خپل بریدونه له سره پیل کړل، د کندز چهاردره ولسوالۍ یو له هغو سیمو څخه وه چې طالبانو په کې خپل پټنځایونه رامنځ ته کړل.

خو په کندز کې د طالبانو پوځي فعالیتونه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې ډیر شول او دغه ډله د کندز په ځینو ولسوالیو کې د خپلو فعالیتونو په براخولو وتوانیده.

د روان کال په اوړي کې طالبان د کندز ښار دروازو ته ورسیدل، خو افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې د دې ډلې جنګیالي بیرته پر شا کړي خو د کندز په ولسوالیو کې د طالبانو ګواښ پر ځای پاتې شو.

سناتورانو وویل چې په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو ټولنیز ملاتړ د دې سبب شوی دی چې دغه ډله له لا ډیر ځواک سره عمل وکړی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب