1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي په کندز کي ئې ۲۰۰ بستريز روغتون نيولی

۱۳۹۴ مهر ۶, دوشنبه

طالبان وايي چي د کندز ښار ۲۰۰ بستريز روغتون ئې نيولی دئ. يوه افغان امنيتي چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې خپور سي دغه خبر تائيد کړی دئ. خو په دې اړه تر اوسه پوري نور جزئيات نه دي ورکړل سوي. پر کندز نن سهار يرغل پيل سوی.

https://p.dw.com/p/1GeRv
انځور: Reuters

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د تويتر له لاري په يوه لنډ پيغام کي ليکلي دي چي د کندز ښار په جنوب ور ننوتل او هلته ئې يو روغتون نيولی دئ.

د کندز ولايت د ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د ولايتي شورا ودانۍ طالبانو نیولی او اوس هلته سخت جنگ روان دئ. هغه ويلي دي چي طالبانو نور دولتي تاسيسات او د پوليسو پوستې نيولي دي.

د هغه په خبره طالبان اوس د کندز د پوهتون پر لور د پرمختگ په حال کي دي.

تر دې دمخه د کندز د پوليسو يوه وياند سيد سرور حسيني، رويترز خبري آژانس ته ويلي ول چي نن سهار پر ۶ بجې وسله والو طالبانو پر کندز ښار باندي له درو اړخونو يرغل وکړ: «په دغه يرغل کي درنې وسلې هم کارول سوي چي ږغونه ئې په ښار کي اورېدل کېدل.»

حسيني ويلي دي چي همدا اوس په خان آباد، چهاردره او امام صاحب ولسواليو کي سخته جگړه روانه ده. د دغو درو ولسواليو لاري پر کندز ښار باندي راخلاصي دي.

هغه ويلي دي: «موږ په کافي اندازه امنيتي ځواک لرو او ډېر ژر به ياغيان پر شا کړو.»

Taliban Angriff in der Provinz Kundus
انځور: imago/Xinhua

حسيني ويلي دي چي په دغه جگړه کي تر اوسه پوري ۲۰ ياغيان وژل سوي دي او امنيتي ځواک ته تر اوسه زيان رسېدلی نه دئ.

له بلي خوا بيا د وسله والو طالبانو د تويتر اکونت له خوا په يوه لنډ پيغام کي د يرغل مسئوليت منل سوی او د کندز اوسېدونکو ته ئې ويلي دي چي له کورونو څخه دي نه راوځي.

دا دوهم وار دئ چي وسله وال طالبان پر کندز ښار باندي له څو اړخونو يرغل کوي. د روان کال په اپريل مياشت کي هم دغه شان يوه هڅه وسوه خو بيرته ژر پر شا وتمبول سول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب