کابل د څلور اړخيزو خبرو د دوهم پړاو کوربه دئ
۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبهد افغانستان، پاکستان، چين او امریکا متحدو ايالاتو استازي نن دوشنبه (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۸مه) په يوه ورځنی غونډه کي په کابل کي سره راټول سوي، څو له طالبانو سره د سولي خبرو کولو له پاره لاري چاري برابري او په دغه هيواد کي له ۱۴ کلنو راهيسي جگړې ته خاتمه ورکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب ستغني د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «دا خبري په افغانستان کي د سولي او ثبات راوستلو په موخه د يوې تگلاري جوړولو له پاره ډېري مهمي دي.»
د دغي څلور اړخيزي غونډي دوهم پړاو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير سلاح الدين رباني پرانيست. د دغو خبرو چي د «تگلاري» نوم ورکړل سوی دئ لومړی پړاو یوه اوونۍ دمخه په اسلام آباد کي تر سره سو. د خبرو موخه د کابل او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمينه برابرول ښوول سوي دي.
خو کارپوهان په دې نظر دي چي د کابل او طالبانو ترمنځ هر ډول اساسي خبرو ته لا ډېره لار پاته ده.
په اسلام آباد کي تر خبرو وروسته د افغانستان حکومت يوه وياند ويلي ول چي پاکستان به د هغو طالبانو يو ليست جوړ کړي چي د سولي خبرو اترو ته تيار دي. خو د هغوی نومونه لا تر اوسه پوري پټ ساتل سوي دي.
پاکستان چي له تاريخي اړخه د وسله والو طالبانو ملاتړی بلل کيږي د تير کال په جولای مياشت کي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمينه برابره کړه. خو دا خبري اتري د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړيني خبر تر خبرېدو وروسته په ټپه ودرېدې او د طالبانو ترمنځ خپلمنځي جگړې پيل سوې.
افغانستان له طالبانو سره د سولي د خبرو په برخه کي د پاکستان ملاتړ ډېر اړين بولي.