1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د جوړجاړي نوي هڅي

۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبه

افغانستان، پاکستان، چين او امریکا متحد ايالات غواړي چي له طالبانو سره د سولي خبري اتري بيرته پيل کړي. د دغو هيوادونو استازي نن په اسلام آباد کي سره راټول سوي. په دغه غونډه کي د طالبانو استازي گډون نه لري.

https://p.dw.com/p/1Hb7s
انځور: picture-alliance/dpa/APP

پاکستان ويلي دي د دغي غونډي هدف چي نن دوشنبه (۲۰۱۶م کال د جنورۍ مياشتي ۱۱) په اسلام آباد کي پيل سوې «د سولي د نوو خبرو اترو پيلول» او دغه راز «د ټولو ښکېلو اړخونو له پاره دقيق وظايف ټاکل دي.»

د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزيز په اسلام آباد کي د غونډي د پرانيستلو پرمهال وويل: «موږ بايد د سولي خبرو ته د طالبانو هڅولو ته پراختيا ورکړو او نور بايد له زورزياتی مخ واړوو.»

پاکستان د تير کال په ډسمبر مياشت کي له چين، امریکا متحدو ايالاتو او افغانستان سره يو ځای پريکړه وکړه چي په افغانستان کي د سولي د خبرو اترو نوی پلان جوړ کړي.

د غونډي گډون کوونکي بايد سمدلاسه تمي ونه لري. عزيز ويلي دي چي «ډېر پېچلي کارونه» مو په مخ کي دي. «موږ بايد د یوه ناببره پرمختگ تمه و نه لرو.»

د افغانستان د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وياند جاوید فيصل د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغي غونډي يوه موخه دا ده چي «د سولي خبرو اترو ته تيارو او نه تيارو طالبانو ليست جوړ کړي.»

په دغه يوه ورځنۍ غونډه کي د افغانستان استازيتوب د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت کرزی، د پاکستان له اړخه د بهرنيو چارو وزارت استازی عزيز احمد چودري، د امریکا له طرفه د افغانستان له پاره ځانگړی استازی ريچارد اولسن او دغه راز د چين له اړه د افغانستان له پاره ځانگړی استازی دنگ، گډون کړی دئ.