1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيری آلمانان له پناه غوښتونکو سره د مرستو د ډېرښت مخالف دي

دويچه ويله فارسي۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبه

په آلمان کي د يوې نظر پوښتني پايلي ښيي چي د پوښتل سوو کسانو ۵۲ سلنه له پناه غوښتونکو سره د مرستو د ډېرښت مخالف دي. د دغي نظر پوښتني ۵۹ سلنه دغه راز په کمپونو کي د پناه غوښتونکو له ځای پر ځای کېد سره هم مخالفت ښوولی.

https://p.dw.com/p/1G56S
انځور: picture-alliance/dpa/H. Battefeld

د آلمان د «بيلد ام زونتگ» ورځپاڼي په سپارښتنه «Emnid» څېړنيزي موسسې په دغه هيواد کي د پناه غوښتونکو د وضعيت په اړه يوه نظر پوښتنه کړې ده.

په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۳۳ سلنه له پناه غوښتونکو سره د مرستو له ډېرښت سره موافقه ښوولې، خو ۵۲ سلنه بيا ويلي دي چي دوی ورسره مخالف دي.

پر دې سربيره په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۹ سلنه د هغو پناه غوښتونکو په اړه چي بيرته خپلو هيوادنو ته ستانه کيږي په کمپونو کي له هستوگني سره مخالفت ښوولی دی. خو ۳۶ سلنه بيا ويلي دي چي له دغه شان يوه اقدام سره موافق دي.

د آلمان سرحدونو ته نژدې د پناه غوښتونکو له پاره د کمپونو جوړولو او هلته د هغوی د مېشته کولو موضوع څه موده دمخه د آلمان د سوسيال مسيحی گوند راپورته کړه.

دغه راز د نظر پوښتني ۵۶ سلنه آلمانانو ويلي دي چي په راتلونکې کي بايد کوسوو او البانيا په «امن هيوادونو» کي وشمېرل سي. د دغي خبري معنی دا ده چي په راتلونکې کي بايد پناه غوښتونکي له دغو دوو هيوادونو څخه بيرته خپلو وطنو ته ولېږل سي. ۳۱ سلنه پوښتل سوو کسانو بيا له دې سره مخالفت ښوولی دی.

د «امن هيواد» مفهوم چي له ډېر وخت راهيسي په آلمان کي بحثونه پرې روان دي، هغه هيواد بلل کيږي چي پکښې تر سياسي تعقيب لاندي کسان خوندي گڼل کيږي.

د پناه غوښتني په برخه کي د «امن هيواد» له «دريم هيواد» سره توپير لري چي نورو اروپايي هيوادونو ته ويل کيږي چي پناه غوښتونکي په اول وار ورته رارسيږي.

د بېلگې په توگه که يو پناه غوښتونکی هسپانيا ته ورسږي او له هغه ځايه بيا آلمان ته ولاړ سي او د پناه غوښتنه وکړي، د آلمان چارواکي اجازه لري چي د هغه د پناه غوښتنه ونه مني او بيرته ئې هسپانيا ته ولېږي.

هر پناه غوښتونکی چي يوه هيواد ته ورسيږي هلته بايد خپله د پناه اخيستلو غوښتنليک وړاندي کړي.

په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۲ سلنه ويلي دي چي آلمان د پناه غوښتونکو په برخه کي مېلمه پال هيواد دئ. خو ۴۲ سلنه بيا ويلي دي چي داسي نه ده.

د «امنيد» موسسې په نظر پوښتنه کي ۵۰۲ کسان پوښتل سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب