1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال به په اروپايي ټولنه کي څرنگه ووېشل سي؟

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبه

د هغو لسو زرو کډوالو برخلیک به څرنگه وي چې اروپا او په ځانگړې توگه ایټالیا او یونان ته یې ځانونه رسولي دي؟ د اروپایې ټولني د کورنیو چارو وزیران بالاخره اوس غواړي دې پوښتني ته ځواب ووایې.

https://p.dw.com/p/1G1bE
انځور: DW/R. Belincanta

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزير، ډاډه دی چې په دې اړه به سره سلا شي. دیمیزير او د اروپايي ټولني د ۲۷ نورو غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیران نن دوشنبه (د جولای میاشتې۲۰) په بروکسل کې سره راټوليږي او هڅه به وکړي چې د دغي ټولني په غړو هیوادونو کې د ۴۰۰۰۰ کډوالو د وېش پر سر سره سلا شي.

د اروپایې ټولني د حکومتونو او دولتونو مشرانو د دغي ټولني د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو ته د روان مېلادي کال د جولای میاشتي تر وروستۍ نېټې پوري مهلت ورکړی چې په دې برخه کې سلا مشورې وکړي.

سربیره پر دې د شمالي افریقا د کډوالو په کمپونو کې ۲۰۰۰۰ هغو کډوالو ته پنا ورکول هم په پام کې نیول شوې ده چې په اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولني پر غړو هیوادونو په جبري توگه د کډوالو د وېش پلان د لویې بریتانيا او یو شمیر ختیځو اروپایې هیوادونو د مقاومت په سبب له ناکامۍ سره مخامخ شو، ځکه نو په اوسنۍ غونډه کې په دوطلبانه توگه د کډوالو د منښت موضوع مطرح ده.

د جولای میاشتي په پيل کې د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې آلمان د ۹۰۰۰ هغو کډوالو د منلو ژمنه کړی وه چې یونان او ایټالیا ته مهاجر شوې دي. نورو اروپایې هیوادونو په دې برخه کې له خپلو کړو ژمنو څخه اوږه خالي کړې.

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیران غواړي چې په بروکسل کې د خپلې غونډې په ترڅ کې داسې یوه حل لاره پيدا کړي چې له مخې یې کډوالو ته د دوی په اصلي ټاټوبي کې د انساني ژوند ښه شرایط او د ښې راتلونکي زمینه برابره شي.

د کډوالو د سیاست په برخه کې آلماني سیاستوال هم بیلابیل نظرونه لري .د آلمان په حکومت کې واکمن گوند CSU یا مسیحي سوسیال اتحاد، د کډوالو او د مهاجرت د نوي ممکنه قانون په هکله خپله پخوانۍ غوښتنه تکراروي. دغه گوند د کډوالو د اوسني حقوقي وضعیت پر دوام او ډیر ژر د دوی پر بیرته ستندولو ټینگار کوي.

د آلمان د مسیحي سوسیال اتحاد گوند مشر اندریاس شاور، په دې هکله لنډ او گټوري کلیمي کارولي دي. شاور ویلي دي: «اصول باید مراعت شي. دا د ردولو او یا پرې ټينگار کولو په معنی دی. څوک چې دغه اصول په رسمیت نه پيژني زموږ ټولنه د انفجار له گواښ سره مخامخ کوي.»

د آلمان د سوسیال ډیموکرات گوند (SPD ) مرستیال رآلف شټگنر، ټینگار کوي چې آلمان باید د کډوالو له پاره د بشري حقونو شرایط لا ښه کړي.

د شټگنر په خبره په آلمان کې ډیر خلک سر بيره پر دې چي هغوی په ټولنه کې مدغم شوي دي، د شړلو له گواښ سره مخامخ دي. «داسي باید ونه شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب