1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د ځان سوځوني پيښي نوري هم ډيري سوي

۱۳۹۰ خرداد ۱۶, دوشنبه

په تيرو دوو مياشتو کي د هرات په روغتون کي د ښځو د ځان سوځوني ۱۲ پيښي ثبت سوي، چي ۷ تنې يې د جدي ټپونو له امله خپل ژوند د لاسه ورکړی او نوري تر درملني لاندي دي.

https://p.dw.com/p/11V0i
په هرات کي يوه سوې ناروغه
په هرات کي يوه سوې ناروغهانځور: DW

په هرات کي د سوځول سوو ناروغانو د روغتون مشر ډاکټر عبدالغفار باور دويچه ويله ته وويل چي د مېرمنو په وړاندي د تاوتریخوالي د کمښت هڅي نه یوازي داچي ښې تر سره سوي نه دي، بلکي موجوده ارقام ښيي چي د تیر کال په پرتله واقیعات ډیرسوي هم دي.

د باور په وينا کيدای سي پيښي تردې څو برابره ډيري وي. ځکه د هغه په وينا د ليري پرتو سيمو خلک روغتون ته مراجعه نه کوي او يا هم د سيمه ييزو دودونو له کبله دغه ډول خبري پټي ساتي.

هرات په افغانستان کي یو له هغو ولایاتو څخه دی چي په تیرو څو کلونو کي د ښځو ترمنځ د قصدي ځان سوځوني پیښي ډيري پکښي تر سره کيږي، چي عامل يې کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه او نور ټولنیزمشکلات یادیږی.

د روغتون د رسمي ارقامو په اساس په تیر ۱۳۸۹ کال د ښځو د ځان سوځوني ۸۳ پیښي ثبت سوی چي د هغو څخه۵۰ هغه يې مړې سوي.

د ځان سوځونو په روغتون کي يوه کوچنۍ مېرمن چي د سختو ټپنو څخه ډيره په تکليف ول دويچه ويله ته په ريږدېدلي آواز وويل چي، ځان يې ځکي سوځولي چي په ۱۲ کلنۍ کي واده سوې ده. دغه مېرمن خپله غمجنه کيسه د هيڅ چا څخه نه پټوي او هر چاته يې په خپل کمکي آواز سره کوي.

په هغه ولايت کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چي هلته يوازي د ځان سوځوني پيښي نه دي چي سړی ځني يادونه وکړي، لکي هلته نوري داسي پيښي هم سته چي مېرمنو خپل ژوند پکښي د لاسه ورکړی.

د هغه ولايت يو شمېر اوسيدونکي وايي چي حکومت ددغه ډول پیښو په وړاندي هيڅ نه کوي او هغه پريږدي چي د سيمه ييزو ملايانو لخوا يې حل و فصل کړي. چيري چي د مېرمنو د ږغ اوريدو امکان نسته.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل