1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د ښځو د ځان سوځنې په بهير کي کمښت ندی راغلی

۱۳۸۹ بهمن ۲۳, شنبه

په هرات کي د سوځول شویو ناروغانو د روغتون مشر د ښځو د ملاتړټولنې کارونه کمزوري بولي او وايي له هر کال دا بل ته يې د ښځو په وړاندي تاوتريخوالي پيښي او ځان سوځونې ډيريږي.

https://p.dw.com/p/R0IQ
په هرات کي د ښځو د ځوان سوځونې په پيښو کي زياتوالی راغلی دی
په هرات کي د ښځو د ځوان سوځونې په پيښو کي زياتوالی راغلی دیانځور: AP

په هرات کي د سوځولو شویو ناروغانو د روغتون مشر ډاکټر محمدعارف جلالي دویچه وېله راډیو ته وویل په دې سربیره چي د ښځو په برخه کي د نړیوالو مرسته ورکونکو په کومک په هرات کي بېلابیلو د ښځو ملاتړ ټولنو ته غټي پیسې او پروژې ورکړي دي خو کارونه یې لکه څنګه چي طمعه وه په هغه پیمانه گټور تمام نه شول. د تېرکال په پرتله سږکال د ښځو د ځان سوځونو ډېر واقعات روغتون ته راغلي دي او په راتلونکي کي یې د لا ډیرو پیښو وړاندوینه کیږي. ډاکټر جلالي زياته کړه:

«په هیڅ ډول له هغو ټولنو چي دښځو د ځان سوځونې د مخنیوي اوعامه پوهاونې په برخه کي یې کار و پروژې لرلې راضي نه یم، داځکه چي پیښې له هري ورځي دا بلې ته ډیري شوي دي. تېرمهال به مونږ ډیر واقعات له ښارڅخه لرل خو اوس یې له بده مرغه ولسوالیو او کلیوالې سیمو ته هم لمن وغځېده چې دا خپله د دغو ټولنو د کار په کمزورۍ دلالت کوي.»

دروغتون یوه معالج ډاکټرعبدالغفارباوري وویل چي د کال له سره بیا تراوسه یوازي د ځان سوځونې له کبله ۸۴ مېرمني د ځان سوځونې له وجې ورته راوړل شوي دي چي له منځه یې ۴۰ تنه د ژورو ټپونو له کبله مړې شوي او نوري یې روغي یا تردرملنې لاندي دي.

هغه وایي چي د کال له سره ټول ټال سوځول شوي ناروغانو څخه يې نژدې ۲زره پنځه سوه پدغه روغتون کي تر درملنی لاندی نیولي ول. د هغه په وینا کیدای شي چي پدغو کي یو شمېرد ځان سوځونې پیښي نوري هم وی خوروغتون کی یی عادی سوځونه ثبت کړی ده، مشکوکی پیښي قصدی نشی بللی.

په هرات کی دښځوترمنځ ځان سوځونه ۱۵کاله وړاندی دود شوه چه عمل یی له ایران دافغان کډوالوتقلید،کورنی تاوتریخوالی او په کم عمردنجونودخوښی خلاف ودونه یی نورعمده عوامل یادیږی.

داډول ناروغان په اسانی خبری رسینوسره خبری نه کوی ښایی یولامل یی دکورنی تهدیدوی.

خوترکومه ځایه چي د کمعمره نجونو د ودېدو خبره شوه همداسي یوه ۱۲کلنه مېرمن ادرس کن ولسوالی څخه پدغه روغتون کي له درملنې لاندي وه. هغې وويل:

«دا وایي په یولس کلنۍ کي د ۸۰ زره افغانۍ په بدل کي یوه ۲۵کلن سړي ته ورکړل شوه. میړه یې د واده له یوې میاشتي وروسته دغریبۍ له امله ایران ته لاړ او په دې خواښې ظلم کاوه دا ځکه چې هغه یې د پلار د کورنۍ سره زړه دښمني لري.»

کمکۍ ۱۲کلنې مېرمن په روغتون کي د ځان د ټپونو پیښه عادي سوځونه ثبت کړې وه.

د هرات د بشرد حقونو اداري رئیس غلام قادر رحیمي د ډاکټرانو د دغي خبری سره مخالف ؤ چي ګواکي د ښځو د ملاتړ د ټولنو کارونه به کمزوري وي بلکه وې ویل چي برخلاف د خلکو د عامه پوهاونې کچه لوړه شوې او اوس پیښی پټی نه ساتي او خبري رسنۍ خبروي.

شريف شرفيار / هرات

کتونکی: احمدولي اڅکزی